د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي یو ویشتمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې یو ویشتمه ناسته د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ، ذکریا بریالي، محمد داود یوسفزي، احمد فواد دوست، سید پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي، ضیاءالدین اچکزي، بهادر خیرخواه، احمد شکیب احمدیار، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي په دفتر کې ترسره شوه.

په دی ناسته کې چې، د مدیره پلاوي ځینو غړو په آنلاین ډول ګډون کړی وه، په اجنډا کې شاملې موضوعګانې، د اجرائیه کمېټې یو ویشتمې ناستې مصوبات او صورت جلسې لاسلیک ګډون والو ته د ښاغلي خان محمد سرفراز باز لخوا وړاندې کړی شول.  

ورپسی د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل او د ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تشکیل او بودجه د مدیره پلاوي لخوا تصویب شوه.

همدارنګه، د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې ونیول شوې.

شنبه، غويي ۲۳مه، ۱۴۰۲