د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د روغتیا سکتور اتحادیو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظمیي شینوزاده او د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د روغتیا سکتور اتحادیو له مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

په لومړي سر کې، د اتحایو او انجمنونو مسؤلینو په مختلفو برخو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو حل برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې احمد ضیا عظیمي شینوزاد د دغې ناستې ګډونوالو ته د روغتیا د خصوصي کمیټې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل چې تر دې دمه یې په دې برخه کې د ستونزو د حل په موخه ترسره کړي دي او همدارنګه یې د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره د لیدنو کتنو په اړه معلومات ورکړل. اتاق د روغتیا سکتور په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه څو څو ځلې له دولتي چارواکو سره خبرې کړې او د حل غوښتنه یې کړې، خو په دې برخه کې د همغږۍ د نشتوالي له امله کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسیدلي.
نوموړي زیاته کړه، که متحد واوسو، کولای شو ستونزو ته د پای ټکی کیږدو.

ښاغلي عطايي د روغتیا سکتور د اتحادیو د استازو د شته ستونزو د اوریدو په ترڅ کې په هغو غونډو کې د دغه سکتور د پراخ ګډون غوښتنه وکړه چې د روغتیا سکتور له خوا په لاره اچول کیږي او د رڼو ټاکنو له لارې د یادې کمېټې مرستیالان ټاکل کیږي. هغه زیاته کړه: د دې سکټور ستونزې تر هغو نه شي حل کېدای، تر څو معیاري خدمتونو ته ځان چمتو نه کړئ. هغه همدا راز ټینګار وکړ، چې د پرمختګونو په پام کې نیولو سره باید په خپلو فعالیتونو کې دقت وکړئ.

ښاغلي عطايي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې خپلې ستونزې، طرحې او نظریات په لیکلې بڼه د سوداګرۍ اتاق ته وسپاري، ترڅو د رسمي لارو چارو یې د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه کمېټه د خپلو غړو د ټاکلو په موخه یوه غونډه جوړه کړي او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لارې به د خپل سکتور شته ستونزې له اړوندو دولتي چارواکو سره شریکې کړي.