د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د کندهار اتاق مشرتابه پلاوو د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د کندهار اتاق مرستیال ښاغلي محمد ولي هوتک او د یاد ولایت ډیر شمیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا د افغانستان لپاره د ترکيې سفیر ښاغلي جیهاد ارګینای سره د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا، دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګه اچونو او د افغان سوداګرو لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند کندهار ولایت ته د ښاغلي ارګینای او ورسره پلاوي د سفر په ځانګړي ډول د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د لیدنې په اړه د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار مننه وکړه او په کندهار کې يې د ترکیې د قونسلګرۍ د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند د ترکیې او افغانستان اوږدمهاله دوستانه اړیکو ته په اشارې سره په دغه ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ د بیا پرانستلو په برخه کې د کندهار د سوداګرۍ اتاق د رئیس د غوښتنې په تايئدولو سره د کجکي بند د دویم فاز جوړولو کې د ترکیې له مرستو مننه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې که په کندهار کې د ترکيې قونسلګري بېرته پرانيستل شي، د دغه ولايت د سوداګرۍ اتاق به ورته رښتونې سوداګر وروپیژني. نوموړي د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو په ځانګړي ډول د کندهار ولایت د ډاکټرانو ترمنځ د تجربو او نظریاتو د تبادلې په برخه کې د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه او دغه راز یې ترکیې ته د پنبې د صادراتو په برخه کې د کندهار د سوداګرو چمتووالی هم یاد کړ.
ورپسې د کندهار ولایت د علماوو شورا رئیس محترم مولوي حبیب الله اغا صاحب او د دغه ولایت سوداګرو هم د دیني او فرهنګي اړیکو او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
 
په پای کې، ښاغلي ارګینای د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د کندهار ولایتي اتاق رئیس او په ناسته کې د نورو ویناوالو له وینا اوریدو او د کندهار سوداګرو د ملمه پالنې په تړاو د مننې کولو وروسته، ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ پراختیا، په کندهار کې د ترکیې د قونسلګرۍ د پرانستلو، سوداګریزو ویزو صدور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګه اچونو په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.