د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د خصوصي سکتور په استازولۍ، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او په مسکو کې میشت افغان سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال په ملتیا په سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي کنفرانس (SPIEF) کې چې د روان زیږدیز کال د جون د میاشتې د ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پوری دوام لري ګډون وکړ او د یاد کنفرانس په څنډه کې يې د نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه او د نړیوالو مختلفو رسنیو سره په خبر اترو کې يې د روسيې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او غښتلتیا ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه کنفرانس کې د ګډون موخه د بېلابېلو هېوادونو د خصوصي سکتور له استازو سره لیده کاته، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې راجلبول دي. نوموړي په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو، د روسي اوړو، غنمو او غوړيو په ګډون د خوراکي توکو او دغه هېواد ته د افغاني محصولاتو د صادراتو او د افغاني محصولاتو د ګمرکي معافيت په اړه د افغانانو د اوسنۍ اړتيا په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند له روسي سوداګرو او پانګوالو په ځانګړې توګه په بهر کې مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې د امنیتي وضعیت د ښه والي او په افغانستان کې د اداري فساد نه شتون په نظر کې نیولو سره، د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
 
د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي کنفرانس (SPIEF) چې د "نوې نړۍ - نوي فرصتونه" تر سرلیک لاندې به د جون په ۱۵-۱۷ کې ترسره شي، د ۱۳۵ هیوادونو استازو او د ۲.۷ زرو څخه زیاتو سوداګریزو استازیو سره چې د ۱۰۰۰ څخه زیات اجرایوي رییسانو په ګډون، د کنفرانس څخه لیدنه کوي.