د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کابل ښار امیري روغتون له رئیس او مسؤلینو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د امیري روغتون له رئیس ښاغلي میرویس امیري او له یو شمیر مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د یاد روغتون په شتو ستونزو خبرې اترې وکړې.
 
د اميري روغتون رئيس د دغه روغتون په فعاليت کې د رامنځته شوې ستونزې چې د دریو ورځو لپاره يي ټول فعالیتونه په ټپه دریدلي وه، یادونې کولو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې يې د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره د همغږۍ په پایله کې یادې ستونزې ته د پای ټکی کیښود او امیري روغتون وکولی شول، یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوه ملي بنسټ په توګه یاد کړ او د خصوصي سکتور د مشروع فعالیتونو ملاتړی يې وباله، چې په اوسني ستونزمن حالت کې د هېواد له خصوصي سکتور څخه دفاع کوي او د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
 
نوموړي امیري روغتون د روغتیا په برخه کې د خصوصي سکټور یو له مهمو پانګونو څخه وباله، چې د عصري معیارونو سره سم فعالیت کوي او زیاته يې کړه چې له فعالیتونو یې باید ملاتړ وشي.