مطبوعاتي اعلاميې
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، او د صنعتکارانو اتاق (د کنگل شوو پیسو خلاصولو او د سوداګریزو پیسو لیږد اسانه کولو) په تڔاو گده مطبوعاتی اعلامیه
د نړیوالې ټولنې لخوا د افغان پیسو د خوشې کیدو په اړه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ، د بلخ سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د صنایعو اتاق او د سوداګرۍ اتاق د مطبوعاتي کنفرانس په جریان کې د مشرانو د وینا وروسته د اتاقونو څخه، دوی لاندې توضیحات خپاره کړل:
لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ ، د وروستي پرمختګونو او د نوي حکومت واک ته رسیدلو او په بهر کې د افغان پانګو کنګل کیدو وروسته ، د دې حساب ورکونکو او پیرودونکو لپاره د بانکونو له لارې د کافي پیسو یا پیسو تادیه کولو کې ستونزې شتون لري ، څوک چې اساسا د پیسو بدلونکي ، پانګوال او دوی په اقتصادي او سوداګریز برخو کې فعالین دي ، دې په اقتصادي فعالیتونو مستقیم منفي اغیزه کړې.
مطبوعاتي اعلاميې
کابل کې د افغانستان – ايران اتم ګډ نندارتون جوړ شو
د ایران د نندارتونو د پروژو د مدیریت شرکت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د سلواغې مېاشت له 29 مې څخه د کب میاشت تر دوېمې نېټې د کابل اورانوس هوټل کې د افغانستان – ایران اتم ګډ نندارتون پرانست.
متشبثين د زيربنا ،امنيت، د تقاضا د زياتوالي او مالياتي سيستم بهبود غوښتونکي دي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو د عالي شورا درېمه غونډه ترسره شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو د عالي شورا درېمه غونډه د 305 غړو په ګډون نن دوشنبه د وږي میاشت پر 25مه نیټه کابل کې ترسره شوه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د قانون او اساسنامې پر بنسټ د استازو عالي شورا د اتاق تر ټولو لوړ ترین پریکړه کونکې مرجع ده.
د افغانستان د صادراتو په سکتور کې د ننګونوارزونې او فرصتونو کنفرانس
دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق،او د ختیځ کرهنیز پراختیایی حوزوی پروګرام(RADP-E) د متحده ایالاتو نړیوالی پرمختیایې اداری ((USAID په ملاتړ (د افغانستان د صادراتو په سکتور کې د ننګونوارزونې او فرصتونو کنفرانس) ترسره شوه.
دحکومت او خصوصی سکتور ترمنځ د پنځه ځنځیرئی ارزښت پروړاندی ننګونې او دحل لارو چارو څلورمه ملی ناسته ترسره شوه
د ۹۵ سلنه مالیاتي جریمو د معافیت له امله د سوداګرۍ خونې هرکلی
د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونه د (د ۹۵ سلنه مالیاتي جریمو د معافیت له امله د افغانستان د سوداګرۍ خونې هرکلې) تر عنوان لاندې مطبوعاتي کنفرانس د یادې خونې د مشرتابه پلاوي د غړو، ګڼ شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د هېواد د خصوصي سکټور غړو او کورنېو او نړېوالو رسنېو په ګډون د 1396 کال د سلواغې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د سوداګرۍ خونې د کانفرانسونو په تالار کې تر سره کړ.
پر افغاني صادراتِي توکو د پاکستان له خوا د ګمرکي تعرفې درې برابره لوړول د دواړه هېوادونو په ګټه نه ده
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د پاکستان له خوا پر افغاني سوداګریزو توکو د ګمرکي تعرفې درې برابره لوړول د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ په زیان ګڼي. په همدې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مطبوعاتي کنفرانس چې د روان ۱۳۹۶ کال د تلې د میاشتې په ۲۹مې نېټې د دغه خونې د کنفرانسونو په تالارکې جوړ شوې وو پکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبرۍ پلاوي غړو، ګڼ شمیرسوداګرو، صنعتکارانو، د خصوصی سکټور اړوند غړو او د ګڼو کورنیو او نړیوالو رسنیو کارکوونکو ګډون کړې وو.