د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو آسانتیاوو رامنځته کولو په پار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خبرتیا!

په هېواد کې وروستیو سیاسي بدلونونو د هېواد ګاونډیو هیوادونو چې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې لوی شریکان دي، په ګډون د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د سوداګرۍ بهیر اغیزمن او ګډوډ کړی دی.
د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو نشتوالي د افغانستان په بازارونو کې د عرضې او تقاضا پروسه اغیزمنه کړې، او د ټولو توکو په ځانګړي ډول د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو بیه په افغان بازارونو کې لوړه شوې ده.
دغه حالت نه یواځی سوداګرو بلکه مصرف کوونکو ته هم زیان اړولی دی.
دا چې د ژمي موسم مخ په رارسیدو دی، د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو لپاره تقاضا مخ په ډیریدو ده، او د دې توکو عرضه د بانکدارۍ ستونزو، تبادلې نرخ بې ثباتۍ، او یا هم له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو کمیدو له امله یا په ټپه ولاړه او یا هم کمه شوې ده.
 
د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ نشتوالي د افغانستان بازارونو ته د اړینو توکو واردولو او رسولو پروسه په شدید ډول اغیزمنه کړې ده او احتمال لري چې په نږدې راتلونکي کې د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو بیه نوره هم لوړه شي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان، ښکیلو ادارو او د ګاونډیو هېوادونو سوداګریزو اتاقونو څخه غواړي چې د افغانستان سره، د سیاسي بدلونونو په نظر کې نه نیولو سره د نیکو سوداګریزو اړیکو دوام او غښتلتیا او د سوداګرۍ په برخه کې لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې، د پخوا په پرتله لا ډیرې هڅې ترسره او کوټلي ګامونه پورته کړي، ترڅو له یوه پلوه سوداګري کمه نه شي او له بل پلوه د ګران هېواد شریف خلک لا پسی ډیر زیانمن نه شي.