د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي امیر خان متقي سره په یاد وزارت کې د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور ستونزو او د بهرنیو چارو وزارت همکاریو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي احمدي هغو هېوادونو ته چې افغان سوداګر ورسره سوداګریزې راکړې ورکړې لري، ویزو ته نه لاسرسي ستونزه د ښاغلي متقي سره شریکه او په دی برخه کې يې د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي متقي ښاغلي احمدي ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ پراختیا، ستونزو حل او د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې هغه سوداګر چې د هېواد څخه دباندی ژوند کوي، وهڅوي ترڅو هېواد راستانه شي او په هېواد کې دننه پانګه اچونه وکړي.