د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ښاغلي سید زمان هاشمي، د ټرانسپورټ سرپرست وزیر قدرت الله ذکي، د جمهور ریس سلاکار اعتبار خان ځدران، د مدیره هیت غړی ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د بامیان اتاق ریس ښاغلی لطف الله امیني، د اتاق د ټرانسپورټ کمیټې مرستیال، د ولسې جرګې د مخابراتو د کمیسیون ریس، د اتاقونو فدارسیون، لیږدوونکي ټرانسپورټي شرکتونو، او د خصوصي سکتور یو شمیر غړو د شنبه په ورځ د تلې د میاشتې په ۲۶ نیټه په کابل سټار هوټل کې د ترانزیت او ټرانسپورټ ملي ورځ ولمانځله.
ښاغلي سید زمان هاشمي د ترانزیت او ټرانسپورټ په برخه کې شتو ننګونو ته په اشاری سره هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کنفرانس کې چې په ارګ کې به جوړیږي، ددی ننګونو د له منځه وړلو په موخه به بنسټیزی پریکړی وشي. هغه د لاجوردو، چابهار بندر او په سیمه کې د ټرانسپورټ په برخه کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو په موخه، د دوه اړخیزو، دری اړخیزو او څلور اړخیزو هوکړه لیکونو لاسلیکول اړین وبلل.
ښاغلي هاشمي د ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره د کارنت تیر سیستم نه ګټه پورته کول یو امیتاز وباله خو زیاته يې کړه چې په تیرو اتو کلونو کې افغانستان ۱۷۶ کارنت تیرونه صادر کړي دي خو په هغه کچه نه چې ورته اړتیا وه او ددی اصلي لامل يې د ماليي وزارت د ګمرکونو د همکارۍ نشتوالې وباله.
ښاغلي هاشمي وویل چې موږ د لاجوردو او چابهار بندر نه د سالمې ګټې اخستنې په موخه، جمهوري ریاست او د کارونو ادارې ته خپل وړاندیزونه کړي دي چې د ترانزیت او ټرانسپورټ په راتلونکي کنفرانس کې به پری خبرې وشي. ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د ټرانسپورټ په قانون کې ځینې مادې ستونزی جوړونکې دي، او د خصوصي سکتور سره په مشوره باید تعدیل په کې راشي.
د ټرانسپورټ سرپرست وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي، د ټرانسپورټ سکتور په اقتصادي او ټولنیزه پراختیا کې خورا اړین وباله او په ملي او نړیواله کچه د ترانزیت او ټرانسپورټ سکتور د پراختیا، د ځمکنیو او هوايې دهلیزونو په جوړولو کې يې د نوموړي وزارت د کړنو یادونه وکړه.
په دی غونډه کې د اتاق د ټرانسپورټ کمیټې مرستیال، د ولسې جرګې د مخابراتو د کمیسیون ریس، د اتاقونو فدارسیون، لیږدوونکي ټرانسپورټي شرکتونو، او د خصوصي سکتور یو شمیر غړو په خپل وار سره د ترانزیت او ټرانسپورټ په ارزښت او په دی برخه کې د شته ستونزو په اړه خبری وکړی.
ښاغلي سید زمان هاشمي په ورزش باندی د خصوصي سکتور مثتب رول ته په اشاری سره وویل "د کرونا ویروس له امله نږدی وه چې د افغانستان د فوټبال غوره سیالئ ترسره نه شي خو له نیکه مرغه، د خصوصي سکتور په ملاتړ د افغانستان د فوټبال د غوره سیالیو لړۍ په کامیابۍ سره پای ته ورسیده."
ښاغلي توکل احمدیار د پرله پسې غونډو او د خصوصي سکتور ستونزو د له منځه وړلو په اړه د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال څخه مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې ارګ به د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو په له منځه وړلو کې بشپړه همکاري وکړي.
ښاغلي جان آقا صادقي، د نفتو او ګازو د وارداتو په وړاندې شته ستونزو او د دې سکتور اهمیت ته اشاره وکړه او ژمن شو، چې دا کمېټه به تر ډېره هڅې وکړي، چې د کیفیت لرونکو او معیاري نفتو او ګازو په واردولو سره د خپلو هېوادوالو د غوره خدمت جوګه شي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د تېلو او مایع ګاز ټانک لرونکو له لوري د ښه او کیفیت لرونکو خدمتونو په ځانګړې توګه د هېواد لویو لارو کې د مسافرو او خلکو لپاره د تېلو او ګازو د عرضه کولو خدمتونو یادونه وکړه زیاته یې کړه: " د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکي د خصوصي سکتور عمده برخه تشکیلوي، چې د دغه سکتور د خدماتو له عرضه کولو پرته د نورو سکتورنو فعالیت دوام ناممکن دی. "