د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د افغانستان لپاره د بیلاروس له سفیر ښاغلي اولیګ ایوانوف سره په کابل سرینا هوټل کې د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د غښتلتیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.
ښاغلي سید زمان هاشمي په ۲۰۱۷م کال کې د بیلاروس او افغانستان د سوداګریزو اتاقونو تر منځ لاسلیک شوي هوکړه لیک ته د اشاری کولو تر څنګ وویل"له بده مرغه تر دی دمه، ددی هوکړه لیک هیڅ یوه ماده عملي شوی نه ده. هیڅ ډول کنفرانس او یا هیڅ ډول ګډ نندارتون ترتیب شوی نه دی. او هیڅ ډول سوداګریز ارقام تبادله شوي نه وي." نوموړي د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د ګډو سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو ترتیبول او سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیکول اړین وبلل.
ښاغلي هاشمي د سوداګرو لپاره د ویزو ترلاسه کول او د افغانستان نه تر بیلاروس پورې ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزې یوه بله ننګونه وبلله او ټیګار يې وکړ، چې د اړونده هیوادونو تر منځ دی ټرانسپورټي او ټرانزیټي دوه اړخیزه او څو اړخیزه توافقنامی لاسلیک شي.
ښاغلي اولیګ ایوانوف تیر کال د اپریل میاشتې د ګډ کمیسیون ناستې د یادولو تر څنګ وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې به یوه بله ناسته د بیلاروس په مینسک ښار کې ترتیب کړي چې دولتي او د خصوصي سکتور استازي به پکې ګډون وکړي. نوموړي د اتاق عامل ریس او سوداګریز هیت ته په دی غونډه کې د ګډون کولو بلنه ورکړه تر څو په افغانستان کې د پانګه اچوونې او سوداګریزې پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي. ښاغلي ایوانوف د ګډو سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو د ترتیبولو او د ویزې د ترلاسه کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادولو وړه ده، چې د افغانستان او بیلاروس تر منځ سوداګري یو میلیون او اتیازره امریکايې ډالره ګڼل شوی ده، چې ددی جملې څخه بیلاروس ته د صادراتو ارزښت ۸۰ زره امریکايې ډالره او د بیلاروس څخه د وارداتو ارزښت یو میلیون امریکايې ډالره ښودل شوی دی.
د اففان ملي بیمې شرکت ریس ښاغلي میوند فراهي د بیمې رول او ارزښت ته د اشاری کولو ترڅنګ وویل "موږ کوښښ کړی چې د سوداګرو قناعت ترلاسه کړو او هغوی د بیموي خدماتو څخه د ګټې اخستنې لپاره چمتو کړو. موږ د اتاق د عامل ریاست او د صادراتو د انکشاف له څانګې سره یو ځای دغه پروسه پیل کړی او هیله مند یو چې د یو ښه طرزالعمل نه په ګټې اخستنې سره به وکولی شو، چې تطبیق يې کړو."
ښاغلي توکل احمدیار د اوکراین جمهوریت سوداګریز هیت ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ؛ په افغانستان کې د پانګه اچوونې فرصتونو ته په اشاری سره وویل: "َښو سوداګریزو فرصتونو ته په کتو سره هیله لرم، چې د دواړو هیوادونو اتاقونه به وکولی شي، چې د ښو سوداګریزو اړیکو د ټیګښت په موخه هڅې وکړي."
سوداګرو او پانګه اچوونکو ترکيې ته د ځمکې له لاری د صادراتو لیږدونه، د وچو میوو پروسس او بسته بندي، او ترکيې هیواد د ویزو اخستنه د سوداګرو عمده ننګونې په ګوته کړی او د ښاغلي رامین څخه يې وغوښتل چې په ترکیه کې د افغانستان سفارت د افغان محصولاتو د بازارموندنې، د نندارتونونو په جوړونه، د سوداګریزو هوکړه لیکونو په لاسلیکونه، او د ویزو ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.
په دی غونډه کې ښاغلي آذرخش حافظي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په سیمه ایزه کچه د خصوصي سکتور د ریسانو تر منځ د همغږۍ په ارزښت خبری وکړی او زیاته يې کړه چې د ویزې د صدور په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کول کولای شي چې د سیمه ایزې اقتصادي پراختیا سبب شي. او موږ ټول باید د سیمه ایزی همغږۍ د پیاوړتیا په موخه هڅې وکړو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د اتاق په اړه داسې وویل"مختلفو خدمتونو ته په کتو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په افغانستان کې تر ټولو لویه او پخوانۍ اداره ده، چې په اقتصادي لوړتیا، اصلاحاتو او د صادراتو په زیاتونه کې يې اړین خدمتونه تر سره کړي دي." نوموړي د هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو د له منځه وړلو په موخه د اتاق د پرله پسې هڅو او د دولت، نړیوالو ادارو او د ټول هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو سره د لیدنو یادونه وکړه.