د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال احمد شاه حکیمي، د کابل سوداګرۍ اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي شاه محمود شریفي او د اتاق د عامل پلاوي د صادراتو او پانګونې ډیپارټمنټ مسؤل د نړیوال سوداګریز مرکز همغږۍ ستر سلاکار ښاغلي ګوویند وینو پرساد او د یاد مرکز د کرهڼې سکتور متخصص ښاغلي دیوایا الاپاندا کوشالاپا سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو ستونزو او د هېواد اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي ګویند وینوپرساد په افغانستان کې د (ITC) د سوداګریزو پروژو د تطبیق او په دې برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکاریو یادونه وکړه خو له بده مرغه یادې پروژې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کلونو پورې د کرونا ناروغۍ له امله له ځنډ او خنډ سره مخ شوې وې خو له نیکه مرغه یاد مرکز غواړي چې په افغانستان کې خپلې پروژې بيا پيل کړي.
 
ښاغلي ونوپرساد زیاته کړه چې افغانستان ته یې د اوسني سفر موخه د اروپايي ټولنې په مرسته د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د (ITC) د سوداګریزو پروژو ترسره کول او د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د خصوصي سکټور، د سوداګرۍ د وضعیت، ننګونو، ستونزو څیړنه کول او د هغو همکاریو او اقداماتو په اړه بحث چې باید ترسره شي.
 
ښاغلي مهمند د نړیوال سوداګریز مرکز مسوولینو ته د ښه راغلاست پرمهال په اوسني وضعیت کې د سوداګریزو پروژو د پیل هرکلی وکړ او دا یې یو ښه او مهم ګام وباله.
 
نوموړي په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته د افغانستان خصوصي سکټور پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې وکړې، چې په کې د وزارتونو په کارونو کې خنډ او ځنډ، د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان بانک او د هېواد د خلکو د شتمنیو کنګل کیدل، د خلاصون او پر سوداګرۍ او اقتصاد يې منفي اغیزې، د خصوصي بانکونو ستونزې، له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګرو ته د ویزو د ورکړې ستونزې او د سوداګریزو توکو د پېرلو لپاره د سوداګرو د پیسو د لېږد ستونزې یادې کړې او د ستونزو په حل کې یې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د پورتنیو ستونزو تر څنګ د هغو بېلابېلو شرکتونو د ستونزو یادونه وکړه چې له تېر حکومت او بسپڼه ورکوونکو سازمانونو سره یې قراردادونه کړي وو او خپلې ډېرې پروژې یې بشپړې کړې وې، خو د خپلو پیسو په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي چې دا کار د شرکتونو او خلکو په اقتصاد باندی ناوړه اغیزې لري.
 
د اتاق لومړي مرستيال د هوايي دهلېز د فعاليت بندېدل د هېواد د صادراتو پر وړاندې بله ننګونه وبلله او ټينګار يې وکړ چې د هوايي دهلېز له پروګرام څخه بايد ملاتړ وشي.
ښاغلي مهمند د کرنې او مالدارۍ په برخه کې شته ننګونې د هېواد په عمده کرنیز اقتصاد کې د نورو اغېزمنو عواملو په توګه وبللې، چې باید ورته د حل لارې چارې ولټول شي.
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې کومې ستونزې چې اته میاشتې وړاندی موجودې وي، د هېواد صادراتو کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، اداري فساد له منځه تللی، د سوداګرو او ښارونو امنیت ټینګ شوی او د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور سره د خپلو همکاریو برخه کې ژمن دی.
 
دغه راز ښاغلي الکوزي، ښاغلي برهان او ښاغلي اڅکزي په هېواد کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د شته ستونزو د راکمولو لپاره یې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز (ITC) او نړیوالې ټولنې همکاري ډېره مهمه وګڼله.
ښاغلي شفیق الله عطايي د سوداګرۍ نړیوال مرکز له مسؤلینو سره په لیدنه کې، د اتاق او د نړیوال سوداګریز مرکز د لا زیاتو ګډو همکاریو او همغږیو په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د اتاق د همکاریو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د فراه ولایتي اتاق لومړي مرستیال ښاغلي ذکریا طاهري او د فراه ولایتي اتاق یو شمیر سوداګرو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې د فراه ولایت سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د فراه ولایت د سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ابو نصر فراهي بندر کې د دوی د شتو ستونزو یادونه يې وکړه او د دوی د ستونزو حل برخه کې يي د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي ذکریا طاهري او فراه ولایت سوداګرو د ابو نصر فراهي بندر بندیدو او یو شمیر سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې يې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او نورو اړوندو دولتي ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
دوی ژمنه وکړه چې ددی بندر له لارې به هیڅ ډول غیر قانوني توکي نه واردیږي.
 
ښاغلي عزیزي د اتاق مشرتابه پلاوي، سوداګرو او د فراه ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړیو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د ابو نصر فراهي بندر پرانستلو او د سوداګرو ستونزو له منځه وړلو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل په ګډون د عینک معدني شرکت رئیس او ځانکړي استازي ښاغلي صفت الله رحیمي او د یاد شرکت مدیرې آغلې ژنګ قي سره د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د پانګه اچونې د شتو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايي ښاغلي رحیمي او آغلې ژنګ قي ته په تیرو ۹۰ کلونو کې د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په ځانګړې توګه د أفغانستان د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو په اړه بشپړ مالوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق تل د متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو د مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کړی په هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
 
آغلې ژنګ قي وویل "د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د دوی ستونزو ته د حل لارو برابرولو برخه کې د اتاق فعالیتونو ته په کتو، موږ د خپلو پروژ د تطبیق او پانګه اچونو برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتونکي یو."
 
د ناستې په پای کې، ښاغلي عطايي آغلې ژنګ قي ته ډاډ ورکړ چې اتاق د دوی د پروژو د تطبیق او پانګه اچونو برخه کې هر ډول مشروع او قانوني ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د هرات ولایتي اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدلله نورزي، د اتاق د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو او د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو او د ایران – افغانستان ګډ سوداګریز اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد حنیف مسعودي په هېواد کې د افغانستان – ایران سوداګریز اتاق منځته راتګ، همغږۍ او دوه اړخیزه ناستو سرته رسولو په اړه خبرې وکړې.
 
د یو پخواني تفاهم پر بنسټ په ایران کې د افغانستان – ایران ګډ سوداګریز اتاق رامنځته شوی وو، لیکن له بده مرغه تر دی دمه په افغانستان کې ګډ د افغانستان – ایران ګډ اتاق نه دی تاسیس شوی.
 
ښاغلي الکوزي ښاغلي ښاغلي مسعودي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ایران د افغانستان د یو غښتلي سوداګریز شریک په توګه ونوماوه او زیاته يي کړه چې افغانستان د ایران سره ښې سوداګریزې اړیکي لري. سربیره پردی، ښاغلي الکوزي د افغانستان – ایران ګډ سوداګریزاتاق رامنځته کیدا د دواړو هېوادونو سوداګرو ستونزو حل برخه کې یو اړین ګام وباله.
 
ښاغلي مسعودي د افغانستان – ایران ترمنځ ګډه پوله کې د سوداګرو لخوا د انحصاري کولو سره د خپل مخالفت څرګندلو ترڅنګ، وړاندیز وکړ چې افغانستان او ایران خصوصي سکتورونو ترمنځ لازمه همغږي او همکاري باید رامنځته او د سوداګرو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټول شي.
 
ښاغلي عطايي په تشبثاتي برخه کې د شته ستونزو یادولو ترڅنګ، د ایران خصوصي سکتور سره د B2B پروګرامونو د په لاره اچولو، ګډو پانګه اچونو، نندارتونونو په لاره اچولو، دوه اړخیزو سوداګریزو پلاوو تبادلې او اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر غښتلتیا ټینګار وکړ. او د افغانستان – ایران ګډ سوداګریز اتاق تاسیس په اړه يي د خپل چمتووالي خبر ورکړ.
 
همدارنګه، د نمیروز او هرات ولایتي اتاقونو رئیسانو هم په خپل وار سره، د دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې د شتو ستونزو یادونه وکړه او د سوداګرۍ رغښت برخه کې يي خپل رغوونکي وړاندیزونه مطرح کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي علي مؤحدي د پکتیکا ولایت سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، په انګور هډه دروازه کې د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د پکتیکا ولایت سوداګرو د ښاغلي مهمند سره هغه ستونزې چې دوی يې په انګور هډې دروازه کې لري شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو، د پانګه اچونې او صادراتو پراختیا او د سوداګرۍ پراختیا ډیپارتمنټونو مسؤلینو د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام د پالیسۍ او څارنې برخې متخصصینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په اقتصادي ودې او شتو ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي باز د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی. اتاق د خصوصي سکتور په استازولۍ د سوداګرو او پانګوالو ستونزې د دولت اړوندو ادارو سره شریکوي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي."
 
ښاغلي باز زیاته کړه "د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان کنګل شوی پانګه، په افغان خصوصي سکتور، عامو وګړو او په ټوله کې په اقتصادي ودې باندې یو شمیر ناوړه اغیزو لرلو ترڅنګ، یو لړ ستونزې رامنځته کړي دي."
ښاغلي باز د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نړیوالې ټولنې لخوا د وضع شویو تعزیراتو د له منځه وړلو برخه کې بی ساری هلې ځلې ترسره کړي، مګر نړیوالې ټولنې تر دی دمه، د تعزیراتو په پورته کولو کې هیڅ ډول ګام نه دی پورته کړی چې یاده چاره، په هېواد د ګڼ شمیر اقتصادي او سوداګریزو ننګونو سبب ګرځیدلې ده.
 
د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي باز دا هم وویل چې د هېواد څخه دباندی د پیسو لیږد یا (TT) او د خصوصي بانکونو د نغدینګۍ برخه کې شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، اتاق د پام وړ ګامونه پورته کړي او د اتاق لخوا په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو هڅې لا هم روانې دي.
 
د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام د څارنې او پالیسۍ برخې متخصصینو په هېواد کې د سروې ګانو د ترسره کیدا، اقتصادي رغښت او صادراتو او وارداتو په اړه خبرې وکړې او د خپلو احتمالي سروې ګانو د ترسره ګیدا برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عطايي وویل، "د پورته یادو ټولو ستونزو سربیره، او د اسلامي امارت واک ته رسیدو وروسته، افغان خصوصي سکتور توانیدلې چې د صادراتو برخه کې ۳۵ سلنه زیاتوالی رامنځته کړي."
ښاغلي عطايي زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل د ټولو بشردوستانه مؤسسو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام سره همکار پاتی شوی او ژمنه کوي چې د یاد سازمان د پروژ تطبیق برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي."

مقالات دیگر...