د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د خدمتونو د اسانتیا په موخه په جاپان کې د افغانستان د سفارت له سفیر او سوداګریزې اتشې سره انلاین ناسته وکړه.
په دی ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د ځینو ډیپارټمنټونو مسؤلینو په جاپان کې میشت افغان سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي سره د لیدني په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو، د کرنیزو عام المنفعه پروژو تطبیق او د هېواد د کرهڼې سکتور د میکانیزه کولو او یو شمیر نورو مسایلو په برخه کې د جاپان د دوامداره همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: له جاپان سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې بهیر له یوه کال راهیسې د ټرانسپورټ او ترانزیت، سوداګرو ته د ویزو نه ورکول، په جاپان کې د ګمرکي تعرفو لوړه بیه، له جاپان سره د سوداګریزو فعالیتونو د همغږۍ نشتوالی، د جاپاني مارکیټونو د جوړښت په اړه د عامه پوهاوي نشتون برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، جاپانیانو د جوړښت په اړه د پوهې نشتوالی. بازارونه هغه له افغان سفیر څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لا زیاته همغږي رامنځته کړي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې په هېواد کې د امنیت د تامین له امله په هېواد کې دننه د پانګونې فرصتونه چمتو دي او په جاپان کې د افغانستان له سفیر څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د جاپاني سوداګرو د پانګونې د هڅولو په برخه کې لا زیات منځګړیتوب وکړي.
 
ښاغلي شیدا محمد ابدالي د اتاق د مشرتابه د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: په جاپان کې د افغانستان سفارت تل هڅه کوي چې د جاپان له چارواکو سره په همکارۍ سره یادو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړي په جاپان کې د افغاني محصولاتو د تقاضا په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د افغانستان د وچې میوې ترڅنګ، تازه مېوه، غالۍ، زعفران، لاجورد او یو شمېر افغاني توکي په جاپان کې ښه بازار لري چې دا موضوع د افغان صادراتو لپاره ښه فرصت ګڼل کېږي.
 
ښاغلي ابدالي د سوداګرۍ د بهیر د چټکتیا په برخه کې د جاپاني چارواکو د همکاریو هیله څرګنده کړه او ویې ویل: جاپان له افغانستان سره سوداګریزو همکاریو او پانګونې ته لېواله دی او په دې برخه کې هر اړخیزو هڅو ته اړتیا لیدل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، حرکت ادارې او نړیوالې مالي ادارې (IFC) ترمنځ مشورتي ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د غزني ولایتي اتاق رئیس او د مرکزي اتاق څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د حرکت ادارې رئیس ښاغلي حجت الله فضلي، د خصوصي سکتور د پراختیا متخصص ښاغلي محمد سلیمان بنشاه، د نړیوالې مالي ادارې مسؤل ښاغلي چارلیس او د ولایتي اتاقونو استازو په ګډون ترسره او د خصوصي سکتور ملاتړ په موخه د اغیزمنو کړنلارو رامنځته کولو په اړه پکې خبرې اترې وشوې.

ښاغلي خانجان الکوزي د حرکت او نړیوالې مالي ادارې مسؤلینو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د حرکت ادارې له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان خصوصي سکتور په کور دننه او بهر له بیلابیلو ستونزو سره مخ دی. لکه: ویزو ته نه لاس رسی، د سوداګرو لپاره د اغېزمنو بانکي خدمتونو نشتوالی، د زیربناوو او برېښنا نشتوالی او بېلابېلو هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د لېږد برخه کې ستونزې.
نوموړي زیاته کړه: "له یوه کال راهیسې موږ کومه واضح حل لاره نه لرو، څو د خصوصي سکتور ستونزې هوارې کړو او خپل سوداګریز فعالیتونه په سمه توګه پرمخ یوسو."

ښاغلي فضلي د دې ناستې د موخې په اړه وویل: د نننۍ ناستې موخه دا ده چې څنګه د خصوصي سکټور ترمنځ همغږي او یووالی رامنځته شي او له ور څخه ملاتړ وشي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې وویل: خصوصي سکټور د خپلو فعالیتونو برخه کې د ستونزو د حل لپاره یو واضح میکانیزم ته اړتیا لري ترڅو خپلو شته ستونزو او ننګونو ته د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي چارلیس د خصوصي سکټور د شته ننګونو په منلو سره، د یوې اغېزمنې حل لارې د پیدا کولو لپاره د نړیوالې مالي ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: نړیواله مالي اداره به د سوداګرۍ او پانکونې اتاق او د حرکت ادارې په همکارۍ، هڅه وکړي د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره یو واضح میکانیزم رامینځته کړي. نوموړي په دې برخه کې د حرکت ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي شفیق الله عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اتاق تل هڅه کوي د هغو ستونزو د حل لپاره چې د خصوصي سکتور د فعالیتونو پر وړاندې خنډ ګرځي، د حل لارې چارې لټوي.
هغه د خصوصي سکټور لخوا د وړاندیز شوې کڅوړې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: موږ د خصوصي سکټور لخوا وړاندیز شوې بسته د ننګونو د له منځه وړلو په موخه چمتو کړې ده، چې له نیکه مرغه په کارولو سره مو یو شمېر هغو ستونزو ته د پای ټکی کېښود، چې د ډیر وخت راهیسی خصوصي سکتور ورسره لاس او ګریوان وه.  

ښاغلي قلندري د ښځو په ګډون د متشبثینو د فعالیتونو پر وړاندې د پرتو خنډونو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: افغان ښځینه متشبثې د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ له نشتوالي او د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له ستونزو سره مخ دي، چې په ملي او نړیواله کچه د دا ډول غوڼدو جوړیدل د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوي.  

ښاغلي بینشاه د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه د یوې روښانه کړنلارې، د اتاق، حرکت ادارې  او نړیوالې مالي ادارې ترمنځ د همکارۍ د لارو چارو، د یوه پلیټ فارم د جوړولو د اړتیا او پلانونو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندی کولو ترڅنګ، له ستونزو څخه د وتلو لارې چارې په ګوته کړې.

د مدیره پلاوي غړیو: ښاغلي عصمت الله وردګ، ښاغلي ضیاء الدین اچکزي او احمدضیا عظیمي شینوزاده او همدا راز د ولایتي اتاقونو استازو د خصوصي سکټور څخه د یوه اغیزمن ملاتړ د رامنځته کولو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.

ښاغلي شفیق الله عطايي د خصوصي سکتور ملاتړ په موخه د ګډون کوونکو د اغیزمنو نظریاتو په بیانولو سره ناسته پای ته ورسوله.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د سویل حوزې د کیمیاوې سرې واردوونکو سوداګرو د کرنې وزارت له معین ښاغلي صدراعظم سره د لیدنې په ترڅ کې، د ګاونډیو هېوادونو څخه د کیمیاوې سرې واردولو او د هېواد مختلفو برخو ته يې د وړلو برخه کې شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د کیمیاوي سرې پر اهمیت او د کرنیزو محصولاتو په وده کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: کیمیاوي سرې د کرنیزو محصولاتو د ودې او زیاتوالي لپاره یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کېږي، خو که موږ ونه شو کولای چې خپلو کروندګرو ته کیمیاوي سرې برابرې کړو؛ د کرنې بهیر او د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی به د ستونزو سره مخامخ شي.
 
نوموړي د کرنې وزارت له مرستیال څخه وغوښتل چې د کیمیاوي سرې د برابرولو په برخه کې د بزګرانو اړتیاوې په نظر کې ونیسي، د دوی د ستونزو د حل په موخه دې لازمه همکاري وکړي او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کیمیاوي سرې د واردولو او د هېواد ټولو برخو ته د لېږدولو په برخه کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
ښاغلي صدراعظم د ښاغلي مهمند د خبرو او د کیمیاوي سرې د واردونکو د شته ستونزو له اورېدو وروسته وویل: موږ هڅه کوو چې شته خنډونه په ګوته او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړو.
هغه ژمنه وکړه، چې په دې اړه به درې کسیزه کمېټه وټاکي، ترڅو خپل کاري راپور د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي او په پایله کې به یې معقوله پرېکړه وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په حضور کې په کابل کې د هندوستان سفارت له سرپرست ښاغلي بهارت کمار کوتاتي سره لیدنه ترسره کړه.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوې خپلواکې، غیر سیاسي او غیر دولتي ادارې په توګه چې موخه یې د سوداګرۍ ټولنې او خصوصي سکتور ته خدمت کول دي، د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
 
نوموړي په هند کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو په ځانګړي ډول د ویزو د ورکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو شخړو د حل په برخه کې د شته ستونزو د یادولو ترڅنګ د سوداګرو د ستونزو د حل او په دې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د هند سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند په تېر کې له هند سره د ښو سوداګریزو اړیکو (تېر کال هند ته شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره صادرات او د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره صادرات) او له هند سره سوداګرۍ ته د افغان سوداګرو د لېوالتیا یادونې کولو ترڅنګ، په افغانستان کې د هند د پانګونې په جلبولو، په تېره بیا د کانونو په برخه کې، افغانستان او هند ته د سوداګریزو پلاوو پر سفرونو او همدارنګه د سوداګریزو کنفرانسونو پر تنظیم، د ګډې خونې پر جوړولو او د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او په لاره اچولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي بهارت کمار د افغانستان له خلکو سره په تېر کال کې د هند له خوا د ۱۵ زره ټنه غنمو او د کرونا د واکسین د ۵ میلیونو دوزونو د مرستې د یادولو په ترڅ کې د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې او د ویزو نه ورکړه لنډمهاله وبلله.
 
ښاغلي بهارت کمار ژمنه وکړه چې سفارت به دغه ستونزې د هندوستان بهرنیو چارو وزارت سره شریکې او هیله يې څرګنده کړه چې یادو ستونزو ته به د پای ټکي کیښودو برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا په کابل کې د یوناما دفتر له مسؤلې آغلې داني بوګس سره لیدنه ترسره کړه.
 
په یاده ناسته کې چې د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د خصوصي سکټور پر ستونزو، د دولتي ادارو له خوا د هېواد د صادراتو د ملاتړ په موخه د سبسایډي نه برابرول، د دولتي پروژو د تطبیق کوونکو د غوښتنو نه برابرولو، د افغانانو د پیسو د کنګل کیدو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
 
ښاغلي مهمند یادو ستونزو ته په کتو سره په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هیله مندي څرګنده کړه او ویې ویل: د پانګونې او سوداګرۍ یو له اساسي شرطونو څخه د ټولیز او سرتاسري امنیت تامین دی چې له نېکه مرغه نن ورځ د داسې شرایطو شاهدان یو او فضا د پانګونې لپاره مناسبه ده.
 
نوموړي د پنبې د کښت او د ځينو ولايتونو په اقتصادي وده کې د هغې د اهميت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: د جنوب لوېديځو ولايتونو په ځانګړې توګه هلمند ولايت چې د کرنې وړ ځمکې او مناسب اقليم لري، د پنبې کرلو او توليد ته چمتو دي او که د يوناما دفتر او نړيوالې مؤسسې په دې برخه کې همکاري وکړي موږ کولای شو په دغه ولایت کې د پنبې د پروسس او تېلو د تولید فابریکه جوړه کړو چې له یوې خوا به د دې ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د پنبې غوره تېل د هېواد په دننه کې عرضه او بهر ته يي په صادرولو باندی قادر شو.
 
آغلې داني بوګس د اتاق د مشرتابه له پرله پسې هڅو څخه د مننې په څرګندولو سره، د دوی پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: د افغانستان خلک له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي، د یوناما دفتر د اقتصادي ودې ترڅنګ، د بشردوستانه مرستو، زیربناوې، د ډیرو پانګونو لپاره د زمینې برابرول، د صنعت وده او د کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ تولید برخه کې هر اړخیزې همکارۍ کولو ته ژمن دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د صادارتي محصولاتو ودې په موخه د خپلو بی سارو هلو ځلو په سلسله کې، داځل د صادراتي محصولاتو ضد عفوني کولو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرام په اتاق کې د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د قرنطین او ضد عفوني کولو مسؤل ښاغلي سردار علي عباس، د فومیګیشن مرکز او کندا فروټ شرکت رئیس ښاغلي نجیب الله مهمند، سوداګرو او د وچې میوې او پښتې صادروونکو سوداګرو په حضور کې په لاره واچول شو.
 
دغه پروګرام چې د صادراتو او پانګونې پراختیا ډیپارټمنټ په همکارۍ جوړ شوی و، په پیل کې محترم خانجان الکوزي د صادراتي محصولاتو د فومیګیشن پر اهمیت خبرې وکړې او د قرنطین د حشراتو د مخنیوي مرکز یې د هېواد د صادراتو د معیاري کولو په خاطر یوه اساسي اړتیا وګڼله او زیاته یې کړه: د کوکنارو د کښت له منع کېدو وروسته د پنبې کښت په بې ساري ډول وده کړې او د دې محصول صادرات د نړیوالو معیارونو د پوره کولو لپاره فومیګیشن ته اړتیا لري.
 
نوموړي د کندا فروټ شرکت د فوموګیشن له مسوولينو وغوښتل، چې د سوداګرو د مالي حالت په پام کې نيولو سره د صادراتي محصولاتو د فومیګیشن بيې تر ټولو کمې کړي.
ښاغلي عطايي د نړیوالو معیارونو سره سم د صادراتو په معیاري کولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: د صادراتو په معیاري کولو کې د فومیګیشن رول ارزښتناک دی او د وچې میوې سوداګر او د پنبې شرکتونه باید د خپلو کرنیزو محصولاتو فومیګیشن ته جدي پاملرنه وکړي. هغه له صادرونکو سوداګرو سره د دغه مرکز د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه: د اتاق مشرتابه تل هڅه کوي چې ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د صادراتو بهیر چټک او معیاري کړي چې د دغه ډول مرکز جوړول د دې پروسې په معیاري کولو کې مرسته کوي.
د کندا فروټ شرکت اجرائیوي رئیس د فیومیګیشن د پړاوونو، د صادراتي محصولاتو په برخه کې د هغه ګټې، د سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو صادرونکو ته د اړتیا وړ اسانتیاوو، د فی کیلو/ټن د فومیګیشن نرخ او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ.
 
په دې پروګرام کې سوداګرو او صادرونکو هم خپلې پوښتنې مطرح کړې چې د اتاق او اړوندو ادارو د مسوولینو له خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

مقالات دیگر...