د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د اتاق د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمدی عرب، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد داود یوسفزي، بهادر خیر خواه، محمد ګردیزي، او ضیاءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په موساید نړیوال نندارتون کې د افغانستان په استازیتوب د ګډون ترڅنګ، د یاد نندارتون په څنډه کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو سفیرانو او د خصوصي سکتورونو له استازیو سره لیدنې او مذاکرې ترسره کړې.
 
دغه نندارتون د روان زیږدیز کال د نومبر د ۲مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې د ترکيې په استانبول ښار کې په لاره اچول شوی. د یاد نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د ترکيې مالي وزیر ښاغلي نورالدین نباتي او د سوداګرۍ وزیر ښاغلي محمد ماش د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا او د سیمې له هېوادونو سره په ښې همغږۍ او یووالي ټینګار وکړ.
ورپسی د موساید رئیس د مختلفو هېوادونو د محصولاتو د معرفۍ برخه کې د یاد نندارتون د رول او د سوداګرو او پانګه والو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا په اړه خبرې وکړې.
 
ورپسی د اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د مدیره پلاوي نورو غړیو په نندارتون کې د ګډون ترڅنګ، د مختلفو هېوادونو د محصولاتو له غرفو څخه لیدنه ترسره کړه.
د نندارتون په څنډه کې ښاغلي توکل احمدیار او مدیره پلاوي غړیو د ایټالیا، جاپان، کانګو، پاکستان سفیرانو، په استانبول کې د امریکا متحده ایالاتو قونسل، د موساید له رئیس او د هسپانيې له سوداګرو او پانګه والو سره جلا ناستې ترسره کړې.
 
ښاغلي احمدیار په یادو ناستو کې په افغانستان کې د پانګه اچونې فرصتونو، ښه امنیت او د اداري فساد نشوالي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له امله د رامنځته شویو ننګونو، او په هېواد د بانکولۍ او غربت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، نړیوال پانګه وال وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره يې د سوداګریزو اړیکو پر غښتلتیا، د هېواد د کنګل شویو شتمنیو په راخلاصیدو کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ، د بانکي ستونزو په حل، مختلفو هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د انتقال او د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي توکل احمدیار د ترکيې سوداګرۍ اتاق له رئیس سره په یوه جلا ناسته کې د هغوی له همکارۍ څخه چې د اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو په بلنه کې يې ترسره کړې د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د اتاق ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا ټینګار وکړ.
 
نوموړي د دواړو اتاقونو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیکولو غوښتنې ترڅنګ، د داوړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو اړیکو غښتلیا په موخه د افغان – ترکيې ګډ اتاق رامنځته کول اړین وګڼل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده ،د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د ګرین انرژي پلس شرکت رئیس په ملتیا د بطریو تولیدوونکو شرکتونو څښتنانو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د بطریو تولید شرکت رئیس ښاغلي احمد ضیاء احمدیار د خپل شرکت په واسطه د با کیفیته بطریو د تولید ډاډ ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه: کورني شرکتونه د نړیوالو معیارونو سره سم بطرۍ تولیدوي او په بازار کې ورته په کافي ډول غوښتنه هم موجوده ده.
نوموړي د بهر څخه د بطریو واردولو ګمرکي تعرفو د بیو له کموالي شکایت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفو بیه لوړه شي.  

ښاغلي مهمند د بطریو د تولید برخه کې د یادو شرکتونو د خدماتو ستاینې ترڅنګ، وویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کوي چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او صنعت کارانو او تولیدوونکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
نوموړي ژمنه وکړه چې د وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفو کموالي موضوع د سوداګرۍ او صنعت وزیر سره شریکوي څو په دی برخه کې لازم ګامونه پورته کړی شی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده په ملتیا د آریانا روغتون له عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالواحد صدیقي سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي مهمند د اریانا روغتون د اغیزمنو خدمتونو څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان د روغتیا سکتور د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د هیواد روغتیا سکتور زموږ ملي سرمایه ده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روغتیا سکتور څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلانوي.
 
هغه د خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د روغتیا سکتور د ستونزو په اړه اندېښنه وښوده او وې ویل: د افغانستان روغتیا سکتور له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او د ننګونو د له منځه وړلو هوډ لري.
ښاغلي مهمند په خپلو خبرو کې زیاته کړه: د افغانستان د روغتیا سکتور باید خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او د خلکو د اقتصادي شرایطو سره سم د روغتیايي خدمتونو په بیو کې د پام وړ کموالی راولي.
 
ورپسې ښاغلي الکوزي له روغتیايي سکتور سره د سوداګرۍ اتاق د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او وې ویل: موږ په یوه حساس پړاو کې یو او په دې پړاو کې د افغانستان روغتیا سکتور هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري، د سوداګرۍ اتاق د خصوصي سکتور په استازیتوب ستاسو ملاتړی دی.
 
ښاغلي ډاکټر عبدالواحد صدیقي د اریانا روغتون د خدمتونو او فعالیتونو، د طبي ماشینونو، د درملو د کیفیت، او د آریانا روغتون د تشکیلاتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: موږ د آریانا روغتون په ټولو روغتیايي څانګو کې خپلو ناروغانو ته هر اړخیز او یو شان خدمات وړاندې کوو.
 
هغه د روغتيايي خدمتونو د ميکانيزم په اړه زياته کړه: د روغتيايي خدمتونو د ښه والي لپاره بايد زياتې هڅې وشي او په دې برخه کې عصري ماشينونه هېواد ته راوړل شي، څو موږ وکولای شو ښه خدمات وړاندې کړو، ځکه دا زموږ هېواد دی او خلک ښو روغتیايي خدمتونو اړتيا لري.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د دغه روغتون له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د دغه روغتون د ناروغانو د حال پوښتنه يې وکړه، ناروغان د دغه روغتون له خدمتونو راضي او د تخفيف غوښتنه يې وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري په ملتیا د افغانستان د بار وړونکو اتحاديې له رئیس ښاغلي یوسف حلیم او د یادې اتحاديې له غړیو سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي حلیم د باروړنې په برخه کې شته ننګونې د اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او په یادو ننګونو د برلاسي ترلاسه کولو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د باروړنې اتحاديې ستونزو او د هغوی د ستونزو لپاره د مناسبو حل لارو پیداکولو ژمنې وروسته، وویل: د افغانستان د باروړنې سیستم باید غښتلی کړل شي او په یاده برخه کې ستونزې او ننګونې د سوداګرۍ او صنعت وزارت په همکارۍ پای ته ورسول شي.
 
په همدی موخه ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او صنعت له ښاغلي وزیر نورالدین عزیزي سره د یوې تیلیفوني اړیکې په ترڅ کې، د باروړونکو د ستونزو د حل او له دوی سره د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د مخامخ لیدنې غوښتنه وکړه.
 
د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د تولیدي محصولاتو د انتقال برخه کې د ریل پټلۍ په ارزښت د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه: د تولیدي محصولاتو انتقال لپاره د ریل پټلۍ څخه ګټه اخیستنه کولی شي چې باروړونکو ته لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړي.
 
نوموړي د باروړونکو اتحاديې له رئیس څخه وغوښتل چې د ریل پټلۍ ادارې سره لیدنه ترسره او له دی لارې د تولیدي محصولاتو د انتقال په څرنګوالي خبرې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې میشت د قطر له سفیر ښاغلي سعید بن المبارک الخیارین سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان او قطر ترمنځ د ښو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلي مهمند د قطر له سفیر څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د افغانستان او قطر ترمنځ د همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیک لپاره زمینه برابره کړي.
هغه د قطر له سفیر څخه وغوښتل چې قطري پانګوال د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته وهڅوي.
 
ښاغلي مهمند په خپلو خبرو کې د قطر هوايي شرکت د الوتنو پر بیا فعالولو ټینګار وکړ او د قطر له سفیر څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
ښاغلي سعید بن مبارک الخیارین د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د خبرو له اورېدو وروسته وویل: قطر تل د افغانستان له خلکو سره همکاري کوي او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.
 
نوموړي د ویزو د ورکړې په برخه کې له افغان سوداګرو سره ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او په نږدې راتلونکي کې به د افغان سوداګرو پلاوي ته د سفر زمینه هم برابره کړي.
سفير د ياد تفاهم ليک په لاسليکولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا په موخه د همکارۍ ياد سند لاسليکولو ته ژمن يو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي په ملتیا د افغانستان د صرافانو اتحاديې له اوسني رئیس ښاغلي میرزا محمد کټوازي سره د لیدنې په ترڅ کې، د صرافانو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي کټوازي د صرافانو د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه: له هغه وخت راهیسي چې په هېواد دننه بانکونه د نغدینګۍ له کموالي سره مخامخ شول، د صرافانو فعالیتونه زیات شول او دی فعالیتونو یو لړ نورې ستونزې هم له ځان سره لرلي دي.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي کټوازي ته د صرافانو اتحاديې د نوي رئیس په توګه د ګمارل کیدو په مناسبت مبارکي وویله او په تیرو شپږو کلونو کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د پخواني رئیس همکاري وستایله او هیله يې څرګنده کړه چې د نوي رئیس په راتګ سره د صرافانو شته ستونزې او ننګونې کمې او دوی ته لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.
 
ښاغلي مهمند د صرافانو اتحاديې له نوي رئیس څخه وغوښتل چې د صرافانو د یووالي ساتلو ترڅنګ، د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه خلکو ته معیاري صرافي خدمتونه وړاندی کړي.
ښاغلي عطايي د صرافانو صنف د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه: موږ ددې خبرې ګواهان یو چې زموږ اکثره سوداګرو او پانګه وال خپلې مالي راکړې ورکړې د صرافۍ له لارې ترسره کوي او د صرافانو دا صنف لازم ملاتړ ته اړتیا لري.
 
ښاغلي عطايي د صرافانو صنف سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکولو ترڅنګ زیاته کړه، چې اتاق ژمن دی چې د شته ستونزو حل په موخه خپلې لارښوونې د صرافانو اتحاديې سره شریکې کړي.

مقالات دیگر...