د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د مرکزي اتاق له کارکوونکو سره د ناستې په ترڅ کې، د نېمکرغه لوی اختر مبارکي وویله او د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د بهتر جوړولو په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې.
میرویس هوتک د اتاق کارکوونکو ته د لوی اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د امام ابوحنیفه رحمه الله د دویم نندارتون د ترسره کیدو د کاري پرمختګ او راتلونکو پلانونو وړاندی او د دغه نندارتون د تنظیم برخه کې يې د اتاق مشرتابه پلاوي ته د کارکوونکو د لازم چمتووالي ډاډ ورکړ.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق ټولو کارکوونکو ته د لوی اختر د مبارکۍ په ترڅ کې د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون په تنظیمولو کې د اړوندو څانګو او د اتاق د کارکوونکو د هلو ځلو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همغږۍ په ترسره کولو ټینګار وکړ تر څو یاد نندراتون د امکان تر حده په ښه او په زړه پوری توګه جوړ شي.
ښاغلي خان جان الکوزي د نندارتونونو رول د هېواد د اقتصاد په وده او پرمختګ کې په ځانګړې توګه د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو کې مهم وګڼل او د اتاق له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون لپاره لا زیات کار وکړي ځکه چې بې له شکه چې په هېواد کې تر ټولو لوی نندارتون دی او باید هڅه وشي چې، پرته له کومې نیمګړتیا څخه په شانداره توګه ترسره شي.
له غونډې وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د نندارتون له ساحې څخه لیدنه وکړه او د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د ترسره کولو لپاره یې د کاري پرمختګ او لازم چمتووالي څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې په ښه او شانداره توګه د یاد نندارتون د ترسره کولو لپاره يې دوی ته اړینې لارښوونې وکړې.
زېرمتون
د سالنګ واټ څلورلاری د خصوصي سکتور په واسطه ودان کړی شو
د هېواد خصوصي سکټور د ښارونو په ځانګړي ډول د کابل ښار په بیارغونه او ښکلا کې تل ونډه اخیستې او دا ځل د "افغان پې" خدماتي شرکت د سالنګ واټ په ښه ډیزاین سره جوړ کړ.
د دې څلورلاری د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي څانګې له خوا په لاره اچول شوي وو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د کابل ښاروالۍ مرستیالانو، د افغان پی شرکت رئیس مصطفی یوسفزي، دولتي چارواکو او د خصوصي سکتور غړو حضور درلود.
ښاغلي مصطفی یوسفزي د کابل ښار د سالنګ واټ څلورلارې د جوړیدو په اړه معلومات ورکړل او زیاته يې کړه "د دغه څلورلاری ټول لګښت څه باندې یو نیم میلیون افغانۍ دی چې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ او ګټې اخیستو ته چمتو دی."
د کابل ښاروالۍ مسؤلینو د څلورلارو په بیارغونه کې د هېواد د خصوصي سکتور د همکارۍ او ونډې قدرداني وکړه او په ځانګړي ډول یې د کابل ښار د سالنګ واټ د څلورلارې د جوړولو په برخه کې د افغان پی خدماتي شرکت لګښت او هڅې د ستایلو وړ وبللې.
یکشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۲
د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د تنظیم او جوړولو په اړه د اتاق د مشرتابه کاري غونډه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق مختلفو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د ښه جوړولو، د شرکتونو او تمویلوونکو د نوم لیکنې بهیر ګړندیتوب او یو شمیر نورو اړندو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
په پیل کې ښاغلي میرویس هوتک د امام ابو حنیفه (رح) په دویم نندارتون کې د شرکتونو او تمویلوونکو د نوم لیکنې، تبلیغاتي چارو او نورو اړوندو مسایلو برخه کې د ترسره شویو کارونو په اړه د عامل پلاوي د ټولو څانګو کاري راپور غونډې ته وړاندې کړ.
ښاغلي مایل احمدي د عامل پلاوي د راپور له اوریدو وروسته، د نوم لیکنې د بهیر د چټکتیا، د سترو ملي او نړیوالو شرکتونو د جذب، د بازار موندنې ټیم د جوړولو، په نندراتون کې د ګډون کوونکو شرکتونو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د هېواد په شپږو زونونو کې د عامه پوهاوي د پروسې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
پنجشنبه، چنګاښ ۱، ۱۴۰۲
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ملي تدارکاتو له رئیس سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کور دننه شرکتونو پانګونې څخه د ملاتړ په موخه، د ملي تدارکاتو له رئیس ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي سره لیدنه ترسره او حکومتي ادارو ته يې د کورنیو تولیداتو تدارک په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند ښاغلي صدیقي ته د ملي تدارکاتو رئیس په توګه د ګمارل کیدو مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د خصوصي شرکتونو غښتلتیا او خصوصي سکتور پانګونو څخه د ملاتړ په موخه يې له هغه څخه وغوښتل چې د حکومتي ادارو د اړتیا وړ موادو پوره کولو په موخه خصوصي شرکتونو ته د تدارکاتي پروژو سپارلو فرصت ورکړي څو هغوی د کورنیو تولیداتو څخه په استفادی د اړوندو دولتي ادارو د اړتیا وړ مواد پوره کړي.
سربیره پردی، ښاغلي مهمند له ټولو هغو بهرنیو مؤسسو څخه چې بیوزله کورنیو ته خوراکي توکي ویشي وغوښتل چې، له کورنیو تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلي صدیقي د کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ کول د تدارکاتو ملي ادارې له لومړیتوبونو څخه وګاڼه او زیاته يې کړه چې یاده اداره به کورنیو تولیداتو ته ارجحیت ورکولو له لارې د کورنیو شرکتونو ملاتړ وکړي.
په پای کې، دواړو لورو ژمنه وکړه چې د راتلونکو ناستو جوړولو او د هېواد اقتصادي ودې او سوداګرۍ پراختیا له لارې به د ټولنې د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي.
یکشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۲
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د سیریاګ روغنیاتو فابریکې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ترکمنستان سیریاګ روغنیاتو فابریکې له رئیس ښاغلي کاکامورات سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې يې د شته ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي هوتک ښاغلي کاکامورات ته د ښه راغلاست ویلو او په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د شته فرصتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، له هغه وغوښتل چې خپله سوداګري په افغانستان کې هم پیل کړي.
ښاغلي کاکامورات د خپلې سوداګرۍ په اړه مفصل معلومات وړاندی او په نږدی راتلونکی کې يې په افغانستان کې د خپلې سوداګرۍ د پیل خبر ورکړ.
ښاغلي کاکامورات بهرنیو سوداګرو ته د هر اړخیزو خدماتو وړاندی کولو برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې او فعالیتونه وستایل.
پنجشنبه، چنګاښ ۱، ۱۴۰۲
د مالیاتو په قانون کې د بیاکتنې پیشنهادي طرحې په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور اوچت غږ او ملاتړي په توګه تل هڅه کړی چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي په همدی موخه يې د مالیاتو په قانون کې د بیاکتنې پیشنهادي طرحې په موخه مشورتي ناسته جوړه چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، د هېواد د صرافانو سرتاسري اتحاديې رئيس ښاغلي بهرام او د روغتیا، ودانیو، صرافانو او د رخت اتحادیو استازو ګډون درلود.
ښاغلي کوهي د روغتیا، ودانیو، صرافانو، خوراکي توکو او رخت پلورونکو سکتورونو کې د مالیاتو په قانون کې د بیاکتنې پیشنهادي طرحه ګډون کوونکو ته په مفصل ډول تشریح کړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او پورته یادو سکتورونو وړاندیزونه يې یاد داښت کړل.
د روغتیا سکتور استازي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د ترتیب شوې طرحې هرکلي کولو ترڅنګ، متعددو روغتونونو ته د جواز صدور، د روغتیا سکتور واقعیتونو په له نظر کې پرته ملا ماتوونکو مالیاتو ټاکنه، د برښنا بل زیاتوالی، د روغتونونو جوړولو په موخه د ځمکې نه ویش، د اسیکیودا مالي سیستم سره د روغتونونو د مالي سیستم عدم وصل، په روغتونونو کې د شته درملتونونو د جواز صنفي نه شتون او یو شمیر نور مسایل يې د روغتیا سکتور له عمده ستونزو څخه یاد کړل او د اړوندو دولتي ادارو څخه يې وغوښتل چې د مالیاتو په قانون کې بیاکتنه وکړي.
د هېواد د صرافانو اتحاديې استازي د صرافۍ معاملاتو څرنګوالي، د یاد صنف پولي دوران او د صرافۍ جواز په اړه چې په ۱۴ کټه ګوریو ویشل شوی دی مفصلو معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د صرافانو صنف لپاره يې د فیصدي پر بنسټ د مالیاتو سنجونه مشکل جوړونکې وبلله او د ۱۴ ګونه کټه ګوریو مطابق د ثابتو مالیاتو په ورکړه يې ټینګار وکړ.
د ودانیو سکتور استازي هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا د ترتیب شوې پیشنهادي طرحې هرکلی وکړ او د خپلو ستونزو، وړاندیزونو او حل لارو وړاندی کولو ترڅنګ يې زیاته کړه "پخوانی دولت د ۳.۵ ملیارده افغانیو څخه ډیر د ودانیزو شرکتونو پوروړی دی ځکه چې ودانیزو شرکتونو د پخواني دولت ډیرې ودانیزې پروژې تطبیق کړي او خپلې پیسې يې لا تراوسه نه دي ترلاسه کړي چې د حکومت لخوا د یادو پیسو نه ورکړه د ودانیو سکتور د سقوط او ناکامۍ سبب ګرځیدلی ده."
نوموړي د ۴ سلنې نه ۲ سلنې ته د مالیاتو په راکمولو د ټینګار کولو ترڅنګ، د حکومت لخوا د ودانیزو شرکتونو د پیسو په ورکړې، په بانکونو کې د ودانیزو شرکتونو د شته پیسو په تاديې او په بانکونو کې د ودانیزو شرکتونو د شته پیسو څخه د دوی د مالیاتو پر اخیستنې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د مختلفو سکتورونو استازو له ویناوو اوریدو او د مالیاتو په برخه کې يې د حکومت د مشرتابه لخوا د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو ستاینه وکړه او د هېواد په آبادۍ کې يې د مالیاتو رول اړین وباله.
نوموړي د روغتیا او ودانیو سکتورونه او د صرافانو صنف د هېواد له تر ټولو مهمو سکتورونو څخه وبلل او د مالیې کچې په راټیټولو، د محصولاتو واردولو پرمهال د نغدو مالیو په ورکړه، د څیړنې پروسې په مخنیوي، د یادو سکتورونو او اړوندو حکومتي مسؤلینو څخه د ګډې کمېټې په رامنځته کولو، د اسیکیودا مالي سیستم سره د روغتونونو د سیستم په وصل، د صرافانو لخوا د ثابتې ماليې په ورکړه، په تیر کې د ودانیزو شرکتونو له لوري د تطبیق شویو پروژو د پیسو په خلاصون او یو شمیر نورور اړوندو مسایلو يې ټینګار وکړ.
ښاغلي شیرین آغا سخي د مالیاتو برخه کې د لازمو آسانتیاو رامنځته کولو بهیر په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې هڅو په اړه معلومات وړاندی او د هېواد خصوصي سکتور ودې، د عوایدو ډیروالي او د وخت له ضیاع څخه د مخنیوي برخه کې يې د واحدې ماليې ورکړه اړینه وبلله.
شنبه، چنګاښ ۳مه، ۱۴۰۲