د افغان حکومت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، آذرخش حافظي، سیدو پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي، بهادر خیر خواه، داوود یوسفزي او احمد شکیب احمدیار او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو د دییک او موسیاد سوداګریزو سازمانونو له رئیسانو او د ترکيې له سترو سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په ځانګړې توګه د کانونو استخراج، برښنا تولید، په بنسټیز ډول د لویو لارو جوړولو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
د افغان حکومت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په هېواد کې ټولیز امنيت تامين او د اداري فساد نه شتون د بهرنيو پانګو د جلبولو لپاره يو ښه فرصت وباله او د افغانستان عمومي وضعیت يې د پانګونې لپاره مناسب ګڼلو ترڅنګ، له ترکي سوداګرو وغوښتل چې د شته فرصتونو په پام کې نيولو سره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند ترکیه د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو په لرلو سره یو له دوستو هیوادونو څخه وباله او د دییک او موسیاد د بنسټونو له خوا یې د هیواد د خصوصي سکتور د ملاتړ هرکلی وکړ.
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د لویو او زیربنایي پروژو په تطبیق کې د ترکي سوداګرو او پانګوالو ونډه مهمه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې اوسنیو فرصتونو ته په پام سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په استخراج او د لویو لارو په جوړولو کې پانګونه وکړي.
د دییک او موسیاد سازمانونو رئیسانو ترکیې ته د افغان حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د افغانستان د خصوصي سکتور د مشرتابه د سفر هرکلی وکړ او د افغان حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د خصوصي سکتور مشرتابه له ویناوو اوریدو وروسته یې د بهرنیو پانګونو جلبولو برخه کې د افغان حکومت مشرتابه او د افغانستان خصوصي سکتور د هر اړخیزو هڅو هرکلی وکړ او د دغو بنسټونو د همکارۍ ژمنه یې وکړه چې ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس د افغانستان لپاره د یوناما د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان لپاره د یوناما د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د دالانشاء په دفتر کې لیدنه ترسره او د مختلفو موضوعګانو لکه: د افغان ولس لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د بشري مرستو کمښت، په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنعت ودې په موخه د نړیوالې ټولنې همکارۍ او د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د خلکو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، د هېواد د خصوصي سکټور د غړو د شته ستونزو، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ، د سیمې هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو پر پراختیا او د سوداګریزو اړیکو ښه والي برخه کې يې د یوناما پر همکاریو ټینګار وکړ.
آغلې دینای بوګاس د اتاق د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خدمتونو د وړاندې کولو او د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې د هلو ځلو قدرداني وکړه او د پورته یادو مسایلو په اړه يې د یوناما دفتر د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
پنجشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۴۰۲
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست رئیس د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کاري چارو د ښه والي او د ولایتي اتاقونو د شته ستونزو د حل په موخه د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، د عامل پلاوي مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو او د ولایتي اتاقونو اجرائیه مدیرانو په ګډون آنلاین ناسته ترسره کړه.
ښاغلي هوتک د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سوداګریزو چارو د ښه والي، په ټول هېواد کې د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د ولایتي اتاقونو د ستونزو په حل کې د دا ډول غونډو جوړول مهم وبلل. د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مرکزي او ولایتي اتاقونو د کارکوونکو د شپو او ورځو هلو ځلو او په ځانګړي ډول د امام ابوحنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د ټولو ولایتونو د غړو د ګډون په برخه کې د دوی هڅې وستایلې.
سربیره پردی، د هېواد د صادراتو د زیاتوالي، ولایتي اتاقونو د ستونزو د حل، د لا زیاتو غړو جذبولو، د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو او نورو کاري مسایلو په برخه کې د مرکزي اتاق پر هڅو ټینګار وکړ.
حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي او د مخلتفو ډیپارټمنټونو آمرینو په اړوندو څانګو کې د حقوقي ستونزو او د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
د ولایتي اتاقونو اجرائیه مدیرانو په خپل وار سره خبرې وکړې او د دې ډول انلاین غونډو د هرکلي ترڅنګ یې د کاري چارو ښه والي په موخه يې خپلې مشخصې طرحې او وړاندیزونه مطرح کړل او د ستونزو حل په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عامل پلاوي څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
چهارشنبه، زمري ۱۸مه، ۱۴۰۲
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د سریلانکا سوداګرۍ او صنعت اتاقونو له رئيس سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست میرویس هوتک یې ملتیا کوله، د سریلانکا د سوداګرۍ او صنعت اتاقونو فدراسیون له رئیس کرتي ګانا واردین او د یاد فدراسیون مرستیالې آغلې ډاکټر روحیتا سیلوا سره لیدنه ترسره او د آسیايي هېوادونو په ځانګړې توګه سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو او په دی برخه کې د شته ننګونو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي احمدیار په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شرایطو او په دې برخه کې د شته اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
د اتاق عمومي رئیس د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه اود بهرنیو هیوادونو د پانګونې او سوداګرۍ له سازمانونو سره يې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي کرتي ګانا واردین په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شرایطو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او د اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ یې د همکارۍ د روحیې په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
چهارشنبه، زمري ۲۴مه، ۱۴۰۲
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ملګرو ملتونو ښځو پروګرامونو مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د اقتصادي پروګرامونو له مشرې آغلې لورا میسینا سپری نانس ویمانا او میرمن مهری میرزاد چې د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا او اقتصادي پروګرامونو له کارپوهانو څخه دي، په خپل دفتر کې وکتل او په افغانستان کې یې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د کاري پروګرامونو او د اتاق د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي هوتک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او په ځانګړې توګه د ښځو د متشبثینو د ملاتړ په برخه کې د څو کلونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د ښځینه متشبثینو ګډون، د غړیتوب ترلاسه کولو او یو لړ نورو خدماتو په برخه کې ځانګړي امتیازات ورکول او یو شمیر نور مسایل یاد کړل.
نوموړي په نږدې راتلونکي کې د باميانو ولايت د ښځو د توليداتو د يوه نندارتون د جوړولو اعلان وکړ او د افغانستان لپاره يې د ملګرو ملتونو د ښځو د اقتصادي پروګرام له مسوولينو وغوښتل چې د ښځو د تصديو له فعاليتونو سره ځانګړې مرسته وکړي او د سبسایډي په پام کې نيولو سره دوی سره مرسته وکړي چې د هوا له لارې خپل توليدات صادر کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست د ښځو د متشبثینو د فعالیتونو د ملاتړ په موخه د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د اقتصادي پروګرام تر منځ د همکارۍ د یو تفاهم لیک د لاسلیک غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي پروګرامونو مسوولینو هر یو په خپل وار سره خبرې وکړې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ښځو د تشبثي فعالیتونو په ځانګړې توګه د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ښځو د پراخ ګډون په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ملاتړ څخه مننه وکړه.
دوی د اتاق له سرپرست رئیس څخه وغوښتل، چې د دواړو څانګو ترمنځ د همکاريو د هوکړه ليک متن ترتيب او د نهايي په موخه دوى ته واستوي.
دوشنبه، زمري ۱۶مه، ۱۴۰۲
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست په هندوستان کې د افغان جنرال قونسل سره آنلاین ناسته ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې چې د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، په هندوستان کې د افغان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د فرصتونو او ننګونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، په نږدې راتلونکي کې په بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو د نندارتون د جوړولو په اړه خبرې وکړې او په ممبۍ کې يې د افغانستان له قونسل څخه وغوښتل چې افغان او هندي سوداګر او پانګوال وهڅوي څو په دې نندارتون کې ګډون وکړي.
ښاغلي هوتک په افغانستان کې د پانګونې د ښه فرصتونو یادونه وکړه او د افغان سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې او په ممبۍ کې د هندي سوداګرو سره د افغان سوداګرو یو لړ سوداګریزو ستونزو ته په اشارې سره یې د حل په برخه کې د افغانستان د قونسلګرۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مېرمن وردګ د هند په ممبۍ ښار کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د انلاین ناستو په جوړولو سره به خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
نوموړې د افغان سوداګرو د ويزو د ترلاسه کولو ستونزې په اړه وويل: دا موضوع يې په ډهلي کې د افغانستان د سفارت له لارې له هندي چارواکو سره شريکه کړې او هڅه به وکړي چې ياده ستونزه هواره کړي.
چهارشنبه، زمري ۲۱مه، ۱۴۰۲