ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، د لوګر ولایت حکومتي چارواکي او د یاد ولایت یو شمېر سوداګر او پانګوال هم حضور درلود، په پل علم ښار کې د لوګر ولایت د تازه میوو او سبزیجاتو سوداګرو د ستونزو د اورېدنې او پېژندنې غونډه کې ګډون وکړ.
د لوګر د تازه میوو او سبزیجاتو سوداګرو خپلې لویې ستونزې د معیاري سړو خونو نشتوالی، د پاکستان له خوا په ځینو صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو زیاتوالی، د پاکستان له خوا د هېواد په صادراتي مالونو بندرونه تړل، د بهرنیو مرسته کوونکو له خوا د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د ملاتړ نشتوالی او د معیاري تولیدي فابریکو نشتوالی وبللې او له حکومتي چارواکو او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دې غونډې د جوړولو له امله د لوګر ولایت حکومتي چارواکو او د سوداګرۍ اتاق څخه مننه وکړه او د سړو خونو جوړول یې د تازه میوو او سبزیجاتو د زیات صادراتو او ساتنې په برخه کې اساسي اړتیا وبلله او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې په لوګر کې د نړیوالو ستندردونو مطابق د شراکت په ډول لویې معیاري سړې خونې د لمر انرژۍ د تولید امکاناتو سره جوړې کړي.
ښاغلي مهمند، د هېواد د صادراتي مالونو لپاره د بدیلو ترانزیټي لارو موندلو څخه یادونه وکړه، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د بندرونو تړل او د ګمرکي تعرفو لوړول یې د نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف وبلل او د سوداګرو حوصله یې وستایله.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ازبیکستان هېواد ترمنځ د څو ورځو وړاندې د لاسلیک شوي سوداګریز تفاهم لیک په اړه یادونه وکړه او دا ډول تفاهم لیکونه یې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره د ازبیکستان له لارې روسیې ته د ترانزیت په برخه کې لوی ګام وبلل.
ښاغلي مهمند، د کورنیو تولیداتو کارول د هېواد په اقتصادي وده کې مهم وبلل او له ټولو هوټل لرونکو او هېوادوالو یې وغوښتل چې په خپلو خوښیو کې له کورنیو محصولاتو څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلي مهمند، د امام ابوحنیفه (رح) لوی ملي او نړیوال نندارتون چې څو ورځې وروسته د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ په کابل ښار کې جوړېږي، ګډونوالو ته معلومات ورکړل او له ټولو حکومتي مقاماتو او د لوګر ولایت سوداګرو یې وغوښتل چې د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، سرتاسري امنیت، د کوکنارو کر منع او له اداري فساد سره مبارزه د حکومت لویې لاسته راوړنې وبللې او له ټولو بهرنیو مرسته کوونکو یې وغوښتل چې په بدیلو کرهڼیزو بوټو کې له بزګرو سره لازمې همکارۍ وکړي.
ښاغلي مهمند، په یاد ولایت کې د معیاري مارکېټ په جوړولو باندې چې د نړیوالو ستندردونو سره برابر وي، ټینګار وکړ او د لوګر ولایت له مقاماتو یې وغوښتل چې د یاد مارکېټ او د سوداګرۍ اتاق د دفتر د جوړولو لپاره د ځمکې په برابرولو کې له سوداګرو سره لازمې همکارۍ وکړي.
پنجشنبه، د تلې ۱۲مه ۱۴۰۳