د کاروبار د وضعیت سروې - 1398

عمومي موندنې:

- د مخکینۍ سروې په پرتله د اوسني کاروبار د وضعیت په اړه د متشبثینو ډاډمنتیا زیاته شوې ده خو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د هغوی تمې راکمې شوي دي.
- د تېر سرویو په شان د متشبثینو سپارښتنې د راکمېدو په حال کې دي. د سکتوري درجه بندۍ له پلوه، قندهار (- ۴۴، ۷۴) تر ټولو لږې سپارښتنې فرمایشات او ننګرهار (- ۲۸ُ ۳۲) تر ټولو ښه سپارښتنې/فرمایشات درلودلي دي.
- د کسب او کار د درې واړو ډلو لپاره د کاروبار اوسني شرایط منفي دي، کوچني شرکتونه د منځنیو او لویو شرکتونو په پرتله له ناوړه کاروبار څخه کړیږي، خو لوی شرکتونه مثبتونه لیدلوري لري.
- د سروې د مخکیني دورې په پرتله د شرکتونو د دندو لیدلوري کمزوره شوي دي. له سکتوري پلوه، کرنه  د دندې شاخص (۳،۸) تر ټولو غوره او سوداګرۍ (۱۲،۲-) کچه کې ښودل شوې ده.
- په اوسط توګه د مخکینۍ سروې په پرتله امنیتي وضعیت هومره خراب شوي دی. د تېرې دورې په پرتله د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت شاخص ښه شوی دی. په ټولیزه توګه د امنیتي شاخص وضعیت پایښت نه لري.
- بازار،اداري سمونونو او بیخ بنسټونو ته د متشبثینو تقاضا لږ څه ښه شوې ده، خو د امنیت او پور لپاره تقاضا لا هم د دوو جدي ستونزو په توګه پاتې شوې دي.

ډانلود پی دی اف فایل


 د کاروبار د وضعیت سروې - مرغومې 1396

عمومي موندنې:

- د تېرو وروستېو سروې ګانو پر بنسټ د سوداګرۍ او کاروبار وضعیت لږ څه ښه شوې دې، مګر دا سروې د تېر ۲۰۱۶ کال د همدغه دورې په پرتله د کاروبار وضعیت خراب را په ګوته کوي.
- د اوسني وضعیت په اړه د پانګوالو د ډاډ کچه او د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې د هغوې هیلې د تېرې سروې په پرتله کمې شوی.
- د ۲۰۱۷ کال د تېرو دریو سروې ګانو په خلاف، هیڅ یوه سیمه د کاروبار د مثبت شاخص ښودونکې نه ده.
- کرنه د (۳،۱) شاخص په درلودلو سره د کارګمارنې په برخه کې تر ټولو زیاته هیله مندی راښایې او دغه راز ساختماني سکټور د (۲۵،۷-) شاخص په درلودو سره د کارګمارنې په ټیټه کچه کې ځاې لري.
- د ۲۰۱۶ کال د اخرني فصل د سروې را پدیخوا، تولیدي سکټور د سکټوري درجه بندۍ له مخې په تدریجي توګه ښکته راغلې.
- د سترو شرکتونو وضعیت مخ په ښه کېدو دې، مګر واړه او منځني شرکتونه د خپلو سوداګرېو د خرابېدا څخه رنځیږي.
- پانګوال راښایي چې د دوې د پلور سپارښتنې د پخوانېو سروې ګانو په څېر د کمېدو په حال کې دي.
- د سوداګرۍ د پراختیا تر ټولو مهم عامل امنیت دې، ولې په دې سروې کې هیڅ یو سروې شوې ولایت هم له امنیتي پلوه مثبت ندې ښودل شوې.

ډانلود پی دی اف فایل


د کاروبار د وضعیت سروې - وږی 1396

سترې لاسته راوړنې:

- د آخرنیو سروې ګانو پر بنسټ په مجموع کې د کاروبار چاپیریال ښه والې موندلې، مګر دا سروې د ۲۰۱۶ کال په مقایسه کوم د پام وړ بدلون نه را په ګوته کوي.
- د سروې شوو کاروبارونو څخه د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د پخوانې سروې په نسبت د دوې د باور کچه لوړه شوې، ولې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د دوې د توقع کچه کمه - شویده.
- د ۲۰۱۴ کال د تېرو دوه ربعو په څیر، يواځې د ننګرهار سیمه د کاروبار د ښه چاپیریال ښودونکې ده، او دغه راز د کندهار او بلخ سیمې هم د ښه والي نخښې نخانې را په ګوته کوي.
- د کرهڼې سکټور د کارموندنې په برخه کې تر ټولو زیات امید بخښونکې وو( ۱،۱۳)، ولې د صنعت ونډه په دې برخه کې تر ټولو کمه بریښي (۴،۹ ).
- د ۲۰۱۶ کال د آخري برخې څخه را پدیخوا د صنعت برخه په تدریجي توګه د سکټوري تقسیم بندۍ په آخر کې ځاې لري.
- لوی صنعتونه د ښه کیدا په حال کې دي، ولې برعکس د کوچنيو او منځنيو کاروبارونو وضعیت لا خراب شوې دې.
- د کاروبارونو د معلوماتو پر بنسټ د پیرودونکو په فرمایشاتو او غوښتنو کې کموالې راغلې دې.
- د سوداګرۍ د پرمختیا لپاره امنیت تر ټولو مهم فکتور دې، چې پدې برخه کې هیڅ یوه ساحه د ښه والي او بهبود ښکارندوېي نه  کوي.
 

د کاروبار د وضعیت سروې - چنګاښ 1396

عمومي موندنې:

- په تېرو دوو سرویو کې، د کاروبار عمومي وضعیت لږ پرمختګ کړی دی، خو د تېر کال په پرتله په کې کوم محسوسېدونکی بدلون نه دی راغلی، شرکتونه/کمپنۍ د راتلونکیو شپږو میاشتو له پاره خوشبینه دي، خو تېرې سروې ته په کتو سره یې دا وار د خوشبینۍ کچه ټیټه شوېده.
- سیمه ایز توپیرونه د پام وړ دي، ننګرهار ولایت کې کاروبارونو د پام وړ پرمختګ کړی دی، هرات هم مثبت کاروباري شاخص لري، په داسې حال کې چې کابل، کندهار او بلخ ولایتونو د خپل خرابېدونکي کاروبارونو په اړه کوم اړین بدلون څخه خبر نه دی ورکړی.
- په دې سروې کې د کرنې سکټور یوازینی سکټور دی، چې مثبت کاروباري شاخص لري، په داسې حال کې، چې تولیدي او رغنیز/ساختمان دوه رنځېدونکي سکټورونه دي.
- کاروبارونو د سفارشونو کتابونو یا آرډربوکس د کوچني کېدو په حال کي دي، خو د ۲۰۱۶ ز فصل ته په کتو سره په ښه حالت کې قرار لري.
- امنیت، بازار او تقاضا او زېربناوې د کاروباري پراختیا په برخه کې ډېر پرمختګ ته اړتیا لري.
- ساختمان، سوداګري، تولیدي او خدمتونو برخې ډېری وګړي له دندو ګوښه کړي، نسبت هغوی ته چې په تېرو دریو میاشتو کې ګمارنې کړي. یوازې د کرنې سکټور د ګمارنې مثبت شاخص لري.
- د دې سروې پر بنسټ، کمپنۍ د ګمارنې په برخه کې (9.3) خوشبینه دي، خو د خوشبینۍ کچې یې نسبت تېرې سروې ته کمه ده. کرنه د ګمارنې د لوړ (33.1) نرخ توقع لري او تولیدي برخه د ټیټ (-0.6) .

ډانلود پی دی اف فایل

د کاروبار د وضعیت سروې - وری 1396

عمومي موندنې:
- د اوسنۍ اوضاع په اړه په عمومي ډول د کاروباروبارونو شوې سروې دا ښیئ، چې د کاروبارونو حالت بدلون نه دی موندلی، خو د راتلونکیو شپږو میاشتو له پاره به یې غوښتنې/توقعاتو لوړ شي.
- سیمه ایز توپیرونه د پام وړ دي، د ننګرهار او هرات ولایتونه مثبت، خو د کابل، قندهار او بلخ ولایتونه بیا منفي کاروباري اقلیمي شاخصونه لري.
- په دې سروې کې د کرنې سکټور یوازینی سکټور دی، چې مثبت کاروباري اقلیمي شاخص لري.
- د کاروبارونو د راپورونو پر بنسټ، د دوی په Order books کي نسبت د تېرې سروې په پرتلنې سره کمښت راغلی، خو د ۲۰۱۶ ز کال په شان په په ښه حالت کې قرار لري.
- د کاروبار د پراختیا لپاره امنیت، اداري اصلاحات، بازار او تقاضا ستر متوقعه پرمختګونه دي.
- کمپنیو د تېرو دریو میاشتو د ګمارنو په پرتله ډېر وګړي له دندو ګوښه کړي دي، خو په عمومي ډول دوی په راتلونکیو ۶ میاشتو کې دې میلان ته خوشبینه دي.
 

د کاروبار د وضعیت سروې - مرغومی 1395

سترې موندنې:
- اوس مهال افغانستان د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې پوره غړیتوب ترلاسه کړی دی؛ پدې سازمان کې د غړیتوب لپاره ټول پروسیجر بشپړ شوي دي او اړوند قوانین او مقررات د ضرورت مطابق تعدیل شوي دي؛ د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې غړیتوب افغانستان د مثمر څو اړخیزو خبرو اترو لپاره یوه معتبره کړنلاره برابروي، څو د سوداګرۍ په وړاندې پراته خنډونه لرې شي؛
- د پرانیستي لاسرسی پالیسي، چې د خصوصي سکتور د اصلاحاتو یو مهم لومړیتوب دی، د اقتصادي عالي شورا لخوا تصویب شوي ده. دغه نوې پالیسي به مخابراتي شرکتونو ته دا فرصت په لاس ورکړي، څو د نوری فایبر په برخه کې د ۵۰۰ میلیونو څخه ډیره پانګه په مستقیمه توګه ولګوي؛
- افغانستان د تیر سیستم تطبیق له سره پیل کړی دی. کله چې دا سیستم پلي شي، تمه کیږي د افغانستان سوداګرۍ  نور هم پیاوړۍ،  ترانسپورتي او مالیاتي خنډونه لیري، او سوداګریز توکې په آسانه ډول هېواد ته دننه شي؛
- د خصوصي سکتور د بیابیاځلي سپارښتنو په اساس، حکومت د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ویزې د توزیع مرکز رامنځته کړ، د هېوادونو لومړنۍ لیست به پراختیا وکړی، څو مهم هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته  لیوالتیا پیدا کړي او د اقتصادي همکار په توګه د افغانستان سره ونډه واخلي.
- د سوداګریزو شخړو د حل مرکز، چې د نړیوالو اصولو مطابق فعالیت کوی، په کابل کې شوی دی.
- د سوداګریزو جوازونو د ورکولو واحد مرکز افتتاح شوی دی، د آیسا د سوداګریزو جوازونو د ورکولو څانګه د سوداګرۍ او صنایعو له وزارت سره یوځای شوی ده تمه کیږي، چې دا پریکړه د سوداګریزو جوازونو د اخېستلو په لړۍ کې د ډیر وخت او لګښتونو د لګولو څخه مخنیوی وکړي.

ډانلود پی دی اف فایل

د کاروبار د وضعیت سروې - تلې 1395

سترې موندنې:
- د تیر سروې په پرتله د کار و بار وضعیت ښه شوی، خو د راتلونکي شپږو میاشتو لپاره د خوشبیني کچه کمه شوې، زمونږ له نظره دا کمښت د موسم د بدلون له کبله رامنځته شوی دی.
- دا ځل سیمه ییز توپیرونه کم شوي دي، بلخ ښه پرمختګ او ننګرهار د پام وړ کمښت ښودلی دی.
- د متشبثینو د فرمایشونو عمومی بیلانس منفي دی خو، د تېرې سروې په پرتله یې وده موندلی ده.
- امنیت، د مارکیټ غوښتنې او ادارې اصلاحاتو ته اړتیا د کار و بار د پرمختګ لپاره ستر مطلوب پرمختګونه شمېرل کېږي.
- په ټولو څلورو سروې شویو سکتورونو کې، شرکتونو د تیرو وختونو په پرتله لږ کارکونکي په دندو ګومارلي دي.

ډانلود پی دی اف فایل