د افغانستان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه په ارګ کې د پنج شنبه په ورځ د وري په ۲۶مه د کندهار ولایت له سپین ږیرو او مخورو سره لیده کاته وکړل. ولسمشر د نوموړې ولسوالۍ د ستونزو اوریدو وروسته، اړونده ادارو ته د یادو ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د صاداراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي جلال الدین سعید، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس حاجی عبیدالله، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو هم په دی ناسته کې ګډون درلود.
ولسمشر د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو او مخورو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د نوموړې ولسوالۍ اوسیدونکو سره د کندهار ولایت سوداګرو د مرستو ستایلو ترڅنګ، د چارو ادارې عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې ماین پاکونکو ادارو سره د تفاهم په پایله کې په ارغنداب ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوو ماینونو د پاکولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.
ولسمشر د کرنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې، حج او اوقافو وزارتونو او د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کندهار والي سره په همغږۍ کې د مرستې رسونې او بیارغونې چارې ترسره کړي.
ولسمشر بې ځایه شوو ته د مرستو د عادلانه ویش او د ویجاړو شوو کورونو د بیارغونې په تړاو د لازمو لارښوونو کولو ترڅنګ، د ارغنداب ولسوالۍ له مخورو او سپین ږیرو څخه، د ورته پیښو د تکرار مخنیوي په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور په استازیتوب د ارغنداب ولسوالۍ له زیانمنو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، زیاته کړه "موږ په مهمند کندهار شفاخانه کې بیړنیو ناروغانو ته د روغتیايې خدمتونو وړاندی کولو ترڅنګ، ۱۶۵۰ کورنیو ته د مرستو كڅوړو د ویشلو ډاډ درکوو."
ښاغلي یوسف مهند د ۵۰۰ کومکي بستو وړاندی کولو سربیره، د ۵۰۰ نورو کومکي بستو د وړاندی کولو ژمنه وکړه.
د هېواد خصوصي سکتور او سوداګرو د لاندې کومکي بستو د وړاندی کولو تر څنګ، ژمنه وکړه چې خپلو مرستو به دوام ورکړي:
• ښاغلي حبیب گلزار برای 500 کورنۍ
• ښاغلي محمد یوسف مهمند 500 کورنۍ
• ښاغلي همایون خواجه زاده 300 کورنۍ
• ښاغلي احمد شاه افغان 300 کورنۍ
• ښاغلي میرویس کتوازی 200 کورنۍ
• ښاغلي محمد گردیزی 200 کورنۍ
• ښاغلي احمد شاه حکیمی 200 کورنۍ
• ښاغلي حاجی عبیدالله 200 کورنۍ
• ښاغلي خیرالدین مایل 50 کورنۍ