د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهند د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر ښاغلي اوزهان آرتغرل د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، افغان سوداګرو ستونزو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.په دی لیدنه کې ښاغلي مهمند د ترکيې سفارت د بلل کیدو په تړاو مننه وکړه او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړي توګه د هوايې دهلیزونو موضوع او ترکیې او اروپا ته د ترکیې له لارې د افغان محصولاتو صادرونې او همدارنګه د تعلیم او پوهنتونونو په برخه کې د لازمې همغږۍ او آسانیتاوو د رامنځته کولو په تړاو د نوموړي سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه. سربیره پردی هغه په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوی ننګرهار ولایتونو کې د ویزو اخیستو ستونزې هم ذکر کړې او د ترکیې له سفارت څخه یې وغوښتل چې په دې ولایتونو کې قونسلګري خدمات وړاندې کړي.د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر ښاغلي آرتغرل د افغانستان او ترکیې تر منځ تاریخي او اوږدمهاله اړیکې په یادولو سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د ښاغلي مومند د وړاندیزونو او افغان سوداګرو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په برخه کې يې د خپلو هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.