د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازي ښاغلي محمد رسول فاریابي د ټاکنو د خپلواک کمیسیو نوي رئیس ښاغلي اورنګ زیب، نوي مرستیال ښاغلي مولانا عبدالله، او د نوموړي کمیسیون د نوي منشي ښاغلي مسافر سره د ټاکنو په کمیسیون کې ولیدل.
لومړی د کمیسیون کاري پلانونه او د راتلونکو ټاکنو لپاره د عملیاتي پروسې اصلاحي تدابیر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ښاغلي رئیس له خوا ښاغلي احمديار او ښاغلي فارابي ته بیان کړی شول او دوی يې هر کل وکړ. په ځانګړي ډول د بایومیټریک وسیلو په کارولو او د بریښنایی پېژند پاڼو باندې د ډیر څه تاکید، او همدارنګه په سیسټم کې د رای ورکوونکو لیست تعدیل او د رای ورکوونکو نومونو لیکل یوه هغه موضوع وه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ورته لیوالتیا څرګنده کړه.
بیا ښاغلي توکل احمدیار ښاغلي اورنګزیب او ښاغلي عبدالله ته د نوو دندو مبارکۍ ویلو تر څنګ هغوی ته د هغوی د برنامو او پروګرامونو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ورپسې په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازي محمد رسول فاریابي د کمیسیون د مشرتابه نوي پلانونه او نوښتونه تایید او وستایل او ژمنه یې وکړه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول نوي پلانونه او نوښتونه به د ولسي جرګې له غړو سره شریک کړي.