د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کام ایر هوايې شرکت له آمر ښاغلي سلیمان عمر، د ترکش هوايې شرکت له مسؤلینو او یو شمیر نورو هوايې شرکتونو له مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی ستونزې واودیدی. ښاغلي سلیمان عمر په سختو شرایطو کې د مسافرینو او هوایی کارګو لیږدولو په برخه کې د دوی د خدماتو یادونه وکړه او د سبسایډونو په تادیه کې يې د اړوندو دولتي څانګو په بې کفایتۍ نیوکه وکړه. او زیاته یې کړه چې د تړون له مخې موږ د هوایی لارې سوداګریز توکي لیږدوو خو له بده مرغه حکومت د خپلو پیسو د ورکړې په برخه کې پر خپل وخت عمل نه کوي چې دی کار د هوايې شرکتونو لپاره ډیری ستونزې رامینځته کړي.د هوایی شرکت چارواکو زیاته کړه که چیرې دولت خپلې پیسې په وخت سره تادیه نه کړي، دوی به د هوایی کارګو له لارې د سوداګریزو توکو لیږد خدماتو ته دوام ورنه کړاي شي.. دوی له اتاق څخه غوښتنه وکړه چې د دوی د ستونزو د حل په موخه د اړونده دولتي ادارو سره همغږي وکړي او د دوی ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.ښاغلي مهمند په ډیرو سختو شرایطو کې د کام ایر هوايې شرکت د خدمتونو د ستایلو تر څنګ، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزی به د ماليې وزارت د هوايې کارګو له مسؤلینو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. ښاغلی عطايې د حکومت له لوري په وخت پیسو نه ورکول تاییدوي او د هوايې شرکتونو څخه غواړي چې که چیري امکان لري خپلو خدمتونو ته دی د پخوا په څیر دوام ورکړي او اتاق هم د دوی د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د کوټلو ګامونو پورته کول ژمنه کوي. خانجان الکوزي د دوی ستونزو منلو پرمهال د هوایي دهلېز له لارې د سوداګریزو توکو لیږد د افغانستان د حکومت یوه لاسته راوړنه وبلله او په اړوندو حکومتي چارواکو یې غږ وکړ چې د تړون پراساس د سبسایډي پیسې په خپل وخت ورکړي.