د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د ارشاد حج او اوقاقو وزارت د پلان او پالیسۍ له معین ښاغلي محمد عثمان طارق او د نوموړي وزارت له دوه تنه رئیسانو سره د لیدنې په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشت کې د خصوصي سکتور او د حج او اوقافو وزارت د خیریه مرستو په اړه خبرې اترې وکړی.
ښاغلي محمد عثمان طارق د روژې په مبارکه میاشت کې اړمنو خلکو ته د پاخه شوو خوراکي توکو بستو (پارسلونو) ویشلو په اړه د حج او اوقافو وزارت د پلانونو په اړه توضیحات ورکړل او د خصوصي سکتور د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه یې وکړه ترڅو په منظم ډول د خوړو پارسلونه مستحقو خلکو ته د کابل ښار په مختلفو برخو په ځانګړی توګه روغتونونو او مزدحمو ځایونو کې وویشل شي. نوموړي د روژې مبارکې میاشتې په اړه د تلویزیونې پروګرامونو او د سرک سر بلبورډونو (اعلاناتو) په برخه کې د خصوصي سکتور د مالي همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي شفیق الله عطایي د حج او اوقافو وزارت د معینانو او رئیسانو څخه د هیواد په کچه د بیړنیو خوراکي توکو د خدمتونو او توزیع په برخو کې د منظمو برنامو څخه په ځانګړي ډول د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې اتاق او د سخاوت صندوق رول وستایه. هغه د روژې په مبارکه میاشت او د ژمي په یخ فصل کې د خوراکي او خامو موادو د شتون یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې سوداګر او د خصوصي سکتور غړي د اتاق سره د ګډې همغږۍ په پایله کې پلان لري چې په ټول هیواد کې مرستې چمتو کړي.
ښاغلي عطايي ژمنه وکړه چې په مرکز او ولایاتو کې په نوموړې موضوع شریکه او د امکار تر حده پوری به د ارشاد حج او اوقافو وزارت د پرواګرامونو ملاتړ وکړي.