د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د روسيې د تاتارستان ایالت د سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په دواړو هېوادونو کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړی. ښاغلي مهمند د تاتارستان سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، وویل چې افغانستان د روسي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره د ټالک ډبرو، د معدنونو د استخراج، اوبلن ګاز، د انځرو او ممیزو او ځینو نورو محصولاتو په برخه کې د پانګه اچوونې لپاره تر ټولو ښه ځای دی او دا چې روسیه او افغانستان باید خپلو سوداګریزو اړیکو ته لا ډیره پراختیا ورکړي. ښاغلي الکوزي وویل چې افغان سوداګر د ویزې ترلاسه کولو او ګمرکي محصولاتو په برخه کې د یو لړ ستونزو او ننګونو سره مخ دي او د تاتارستان د اړونده ادارو سره په همغږۍ باید دی ستونزو ته د پای ټکې کیښودل شي. ښاغلي عطايې وویل " د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په بشپړه توګه تیار دی چې د تاتارستان سره قانوني سوداګري د یو تفاهملیک په رڼا کې پیل او د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو ته د پراختیا بخښلو تر څنګ؛ یو د بل سره د صادراتو او وارداتو لړۍ ځواکمنه او ډیره کړي. د ناستې په پای کې، روسي سوداګرو په افغانستان کې د پانګه اچوونې په اړه د خپلې لیوالتیا څرګندولو تر څنګ، ډاډ ورکړ چې تاتارستان به په نږدی راتلونکي کې په افغانستان کې یو سوداګریز مرکز جوړ او افغان سوداګر به وکولی شي د خوښې وړ محصولات د روسيې څخه وارد کړي.