د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د هندوستان لپاره د افغان جنرال قونسل سلیمان کاکړ سره د لیدنې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د هندي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره په افغانستان کې د پانګه اچوونې لازمې آسانتیاوې شته او هندي سوداګر باید د ددی فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند وویل چې افغان سوداګر اوس هم هندوستان ته د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ستونزې لري او د نوموړي هېواد د اړونده ادارو سره په همغږۍ کې باید چې د پای ټکې ورته کیښودل شي.ښاغلي مهمند زیاته کړه چې افغانستان د هندي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره د پانګه اچوونې تر ټولو ښه ځای دی او دوی باید په افغانستان کې پانګه اچوونې ته وهڅول شي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي وویل چې افغان سوداګر اوس هم د ماليې په برخه کې یو لړ ستونزې لري او بله دا چې د افغان محصولاتو د بازار موندنې په موخه باید ګډ نندارتونونه جوړ کړی شي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګار او په افغانستان کې د پانګه اچوونې لپاره د شتو فرصتونو او آسانتیاوو د موجودیت یاودونه وکړه.د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسل سلیمان کاکړ وویل چې زیات شمیر هندي سوداګر لیوال دي چې په افغانستان کې پانګه اچوونه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې هندي سوداګرو ته د افغاني محصولاتو ورپیژندلو په موخه باید ګډ نندارتونونه په لار واچول شي.