د افغانستان او پآکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډ اتاق او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه نن په کابل کې د پاکستان د هوایی شرکت (PIA) د عمومي رئیس محترم ارشد ملک سره ناسته ترسره کړه.په یاده ناسته کې د پاکستان څخه راغلي پلاوي په شمول د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ صنایعو اتاق د مدیره پلاوي رئیس محترم خان جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل رئیس محترم سید زمان هاشمي، د ګډ اتاق د مدیره پلاوي غړيو هر یو محترم نظام الدین تاجزاده او محترم احمدضیا شینوزاده، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړې محترم عبد الباقي شفیع ، د ګډې اتاق اجرایوي رئیس محترم نقیب الله صافی ، د افغانستان د سوداګرۍ او پآنګونې اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس محترم امید عفورزی او یو شمیر افغان سوداګر هم موجود وو.د ښاغلي سید زمان هاشمي لخوا د پاکستان د هوایی شرکت رئیس او ورسره مل پلاوي ته په افغانستان کې هرکلې وویل شو او همدارنګه یی په کابل کې د یاد شرکت کارونو د ستایلو تر څنګ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د هوا له لارې د سوداګریزو توکو او مسافرینو په انتقال ټینګار وکړ. ددې ترڅنګ اتاق د مشرتابه لخوا د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اقتصادي چارو کې پیاوړتیا یی مهمه وګڼله همدارنګ یی ټینګار وکړ چې د پاکستان د هوایی شرکت د افغانستان د هوایی شرکت سره تفاهم ته ورسیږي ترڅو د یو اړخه د خلکو تګ راتګ ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او له بل اړخه د پاکستان سره د هوا دلارې د ځینو مالونو د انتقال زمینه برابره کړي.سربیره پردې د یاد شرکت د رئیس څخه غوښتنه وشوه چې د کابل سربیره یاد شرکت باید خپل مستقیم او غیر مستقیم پراوزونه د افغانستان د ولایتونو څخه د پاکستان نورو ښارونه ته هم پیل کړي لکه مزار شریف او اسلام اباد، کابل او پیښور، کندهار او کراچۍ /کویټه.محترم ارشد ملک د اتاق استازو ته ډاډګیرنه ورکړه چې د پاکستان هوایی شرکت په پام کې لري ترڅو خپلې اړیکې د افغانستان سره پیاوړي کړي ، ددې ترڅنګ يې وویل "د یو ښه ګاونډي او مسلمان په صفت غواړو هغه اسانتیاوې چې نورو هیوادونو ته مو ندې ورکړي افغانستان ته ورکړو" او دا چي افغان سوداګرو ته به یو ځانګړی امتیاز ورکول کیږي.محترم ارشد ملک خپل پلاوي ته په اشارې سره زیاته کړه چې د مالونو د انتقال لپاره به د یاد هوایی شرکت تجارتي ټیم له تاسو سره په اړیکه کې وي ترڅو د مالونو د انتقال لپاره یو ښه میکانیزم جوړ کړل شي. محترم ملک د ولایتي پراوزونو د پیل وړاندیز تاید کړ او ویی ویل چې په لومړي قدم کې د کابل او اسلام اباد پراوزونو کې اسانتیا راوستل زمونږ هدف وو چې تر یو حده مو سهولتونه راوستي او پس لدې به مونږ په ولایتي پروازونو باندې کار وکړو