د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي، سوداګرو او د صنایعو څښتنانو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر تر ریاست لاندی جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. په دی غونډه کې د پانګه اچوونې په فرصتونو، کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او یو لړ پالیسیانو باندی خبرې اترې وشوی. د خصوصي سکتور له خوا یو شمیر وړاندیزونه لکه، بهرنیو متخصصینو ته په افغانستان کې د نوو ماشین آلاتو د نصب او فعالولو په موخه د ویزې تر لاسه کولو په برخه کې آسانتیاوې، افغان سوداګرو ته د بهرنیو هیوادونو ویزو په ترلاسه کولو کې آسانتیاوې، افغان سوداګرو ته د هیواد په هوايې ډګرونو کې (VIP) څانګې ورکول او د هیواد په ګمرکونو کې د صادراتي او وارداتي توکو د اسنادو په طی مراحل کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کول و مطرح شول. ښاغلي اتمر په ټینګار سره وویل چې د افغانستان دولت د هیواد په دننه پانګه اچوونې او صادراتو د زیاتوالي ملاتړ کوي او افغان سوداګر او د صنایعو څښتنان يې وهڅول چې په هیواد کې دننه پانګه اچوونه وکړي او کورنیو تولیداتو کارخانې جوړې کړي. ښاغلي هاشمي وړاندیز وکړ چې سفارت خانو او نړیوالو ادارو ته باید پنځه ګونې اتاقونه د خپلواکو ادارو په توګه معرفي او ددی اتاقونو عمومي رئیسانو او د مدیره پلاوو غړیو ته لازم تشریفات په نظر کې ونیول شي. نوموړي زیاته کړه چې افغان دولت باید بهرنیو پانګه اچوونکو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته او مناسبې کړنلارې په کار واچوي ترڅو بهرني پانګه اچوونکي په هیواد کې دننه پانګه اچوونې ته وهڅول شي. د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د پنځه ګونو اتاقونو، اتاقونو فدراسیون او د ماليې او زراعت وزارتونو غړیو څخه یوه ګډه کمیټه جوړه او د بهرنیو چارو وزارت سره د یادو موضوعګانو په اړه خپلې طرحې وړاندې کړي.