د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي له رئیس سره شریکې کړې

ښاغلي محمد ولي امیني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له ګڼ شمېر صادرونکو سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
صادرونکو د خپلو ستونزو په اړه وویل چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرات بهر ته بند شوي او همدارنګه د مارکېټ لیږد د کابل ښار حومو ته د دوی کاروبار اغېزمن کړی دی.
هغوی له ښاغلي امیني څخه وغوښتل چې اتاق دې د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ کې د دغو ستونزو د حل لپاره جدي هڅې وکړي.
ښاغلي امیني، د صادرونکو د ستونزو تر اورېدو وروسته، اړین وړاندیزونه د یاد سکتور د سوداګرو د منسجم کولو او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو د زیاتوالي لپاره نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کړل او د اتاق له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
 
شنبه، د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۴