د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال د کابل اتاق د مشرتابه له یو شمېر غړو سره لیدنه وکړه

ښاغلی آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، له ښاغلي احمدشاه حکیمي د کابل اتاق لومړي مرستیال او د یاد اتاق له یو شمېر د رهبري غړو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د پانګونو او خصوصي سکتور ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
 
ښاغلي عظیمي د مرکز اتاق او ولایتي اتاقونو ترمنځ د لا ډېرو همغږیو او پیاوړتیا ټینګار وکړ او د لویو سهامي شرکتونو او د هېواد د بنسټیزو پروژو په رامنځته کولو کې یې د هغوی ملاتړ مهم وباله.
نوموړي د کابل د اتاق له رهبري وغوښتل، چې خپلې طرحې د سوداګرۍ د ودې او په هېواد کې د پانګونې د جلبولو په موخه ورسره شریکې کړي.
 
 
چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۴