ښاغلي حاجي نذیر د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، د ښاغلي ارین زلګي اعظمي او ښاغلي میراجان سلیمان خیل د نوي مرستیالانو په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړ.د اتاق مشرتابه پلاوي، خپل کاري لومړیتوبونه د خصوصي سکتور انسجام، د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره او د هېوادوالو لپاره د کارموندنې رامنځته کول یاد کړل.همدارنګه یې د ولایتي اتاقونو د رئیسانو د لا ډېرې همکارۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.چهارشنبه، د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴