د اتاق مشرتابه پلاوي د واخان کوریدور شرکت له رئیس سره وکتل

ښاغلي ارین زلگی اعظمي د اتاق د پانګونې مرستیال، ښاغلی میراجان سلیمان خیل د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال او ښاغلی ذبیح الله عمرخیل د مدیره پلاوي د دارالانشای رئیس، د واخان کوریدور شرکت له رئیس ښاغلي ذبیح الله نعماني او مل ټیم سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي نعماني د نوي ځمکني دهلېز په اړه معلومات وړاندې کړل چې د واخان کوریدور شرکت د تازه او وچو مېوو د لېږد لپاره د یخچالي کانتینرونو په وسیله د ازبیکستان – قزاقستان ترانزیت له لارې چین ته جوړ کړی دی.
نوموړي د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ او د دې پروسې لپاره د چینایي موټر چلوونکو د ځمکنيو ویزو د ورکولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد د ټولو متشبثینو له پانګونې او د کارموندنې په رامنځته کولو کې د هغوی له فعال رول څخه مننه وکړه او د واخان کوریدور شرکت له لوري د نوي دهلېز جوړېدل د سوداګریزو معاملو د پراختیا لپاره یو نېک ګام وباله او هرکلی یې وکړ.
 
 
 
چهارشنبه، د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴