د اتاق مشرتابه پلاوي د کابل ولایت مقام د استازو سره د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو په تړاو لیدنه ترسره کړه

ښاغلی آرین زلگی اعظمي د اتاق پانګونې مرستیال او ښاغلی میراجان سلیمان خیل د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال، د ښاغلي محمد ولي امیني د اتاق د عامل پلاوي رئیس په حضور کې، د کابل ولایت مقام له استازو سره په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
په دې ناسته کې د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو د مرستو د راټولولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د کابل ولایت مقام استازو د ولایت د وروستي پریکړې یادونه وکړه چې موخه یې د زلزله‌ځپلو هېوادوالو لپاره مرستې راټولول دي، او له اتاق څخه یې وغوښتل چې تاجران دې مالي مرستو ته وهڅوي.
ښاغلي اعظمي، د کابل ولایت د مقام استازو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ چې سوداګر به د زلزله‌ځپلو سره د مرستو لپاره هڅوي. نوموړي د خپل لوري څخه د ۵ زره امریکایي ډالرو مرسته هم اعلان کړه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴