د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د څلورم پړاو د مشرتابه پلاوي لومړۍ غونډه ترسره شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي مشرتابه پلاوي لومړۍ غونډه، د ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د مشرتابه لاندې او د ښاغلو: آرین زلګي عظیمي د پانګونې مرستیال، عنایت الله صدیقي د خدماتو مرستیال، خلیل خیرخواه د مالي رئیس او یو شمېر نورو د مشرتابه پلاوي د غړو په ګډون، د اتاق په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، ترسره شوه.
 
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د نوي رهبري غړو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ تر څنګ وویل: هغه باور چې د خصوصي سکتور له لوري پر موږ شوی دی، باید په سمه توګه د هغوی د خدمت لپاره وکارول شي او د هغوی ستونزو ته باید ژر تر ژره رسېدنه وشي. نوموړي ټول تاجران د اتحاد او یووالي پر لور هڅولي او د کارموندنې پر رامنځته کولو او د هېواد د بې وسه خلکو د مرستې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي، خپل پروګرامونه د نفتي سهامي شرکتونو جوړول، کانونو استخراج او نورو سکتورونو په برخه کې بیان کړل او زیاته یې کړه: موږ باید د اوسنیو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپلو هېوادوالو ته د کار زمینې برابرې کړو.
ښاغلي محمد ولي امیني، د اتاق د عامل پلاوي رئیس، د اتاق د اوسني وضعیت او جایګاه په اړه معلوماتي پریزینټیشن وړاندې کړ او د وضعیت د ښه والي لپاره یې بدیلې لارې هم مطرح کړې.
په دې ناسته کې، د اتاق د عمومي رئیس د وړاندیز پر بنسټ، یو نوی بانکي حساب جوړ شو چې د بیړنیو حالاتو او طبیعي پېښو پر مهال د اغېزمنو او اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. همدارنګه د نوي مشرتابه پلاوي غړو ژمنه وکړه چې په ګډه به ۱،۱۶۰،۰۰۰ امریکايي ډالر په دغه حساب کې زېرمه کړي.
 
 
 
 
یکشنبه، د وږي ۹مه، ۱۴۰۴