د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلی سید کریم هاشمي، د اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلی حاجي آرین زلگی عظیمي، د پالیسي او حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلی میراجان سلیمان خیل او د هېواد د یو مطرح تاجر ښاغلی مایل خیرخواه په ګډون، د چین د خلکو جمهوریت د سفارت له تجارتي او اقتصادي مسؤل ښاغلي ماچنګ ګوانګ سره په کابل کې وکتل او د دواړو هېوادونو د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او نظرونه تبادله شول.
ښاغلي هاشمي چین د افغانستان ښه تجارتي دوست او اقتصادي همکار وباله او ټینګار یې وکړ چې د چین پانګهوال، د ماشینري تولید فابریکې لرونکي او متخصصین دې افغان سوداګرو سره په ګډو پانګونو کې په ځانګړي ډول د معادن د استخراج او د حرارتي برېښنا په تولید کې معرفي شي.
نوموړي د اتاق او د چین د سفارت اقتصادي برخې نیکې اړیکې د دواړو هېوادونو د تجارتي راکړې ورکړې په زیاتوالي کې مهمې وبللې او د اتاق له هر اړخیزې همکارۍ یې ډاډ ورکړ.
ښاغلي چنګ ګوانګ د چین د تاجرانو د چمتووالي یادونه وکړه چې په بېلابېلو سکتورونو کې په ځانګړې توګه د معادن په استخراج، د طبي تجهیزاتو او د کرنې په میکانیزه کولو کې پانګونه وکړي، او ژمنه یې وکړه چې د ښاغلي هاشمي ټول وړاندیزونه او نظریات به د چین له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره شریک کړي او د دغه هېواد تاجران به د افغان سوداګرو سره د ګډو پانګونو لپاره وهڅوي.