د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي دوه دېرشمه مشورتي غونډه ترسره شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دریم پړاو د مشرتابه پلاوي دوه دېرشمه مشورتي غونډه د ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د عمومي رئیس، په مشری، او د مشرتابه پلاوي د غړو ښاغلو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي تجارتي چارو مرستیال، نصیر احمد عرب خدماتو مرستیال، خان محمد سرفراز باز د دارالانشا رئیس، شیرین آغا سخي د مالي چارو رئیس، انجنیر سید جاوید برهان د نړیوالو اړیکو رئیس، سلطان محمد صافي، خان جان الکوزی، ذکریا بریالي، ضیاءالدین اڅکزی، فواد دوست، او جان آقا صادقي، د مدیره پلاوي غړي، سربېره پر دې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلی میر زمان پوپل، او د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال محمد انور عارفي، د اتاق د مشرتابه پلاوي په دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، ترسره شوه.
 
په پیل کې، د غونډې اجندا د محترم خان محمد سرفراز باز، د اتاق د دارالانشا رئیس له خوا وړاندې شوه.
وروسته د اتاق معاونینو او د مشرتابه نورو غړو د اتاق اړوند موضوعاتو، په ځانګړې توګه د تجارتي – اقتصادي پرمختګونو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. همداراز، ښاغلي میر زمان پوپل د مطرح شویو مواردو په اړه راپور وړاندې کړ.
په پای کې، ښاغلي سید کریم هاشمي د غړو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې ټولې یادې شوې ستونزې او وړاندیزونه به د حکومت له مشرتابه سره، په ځانګړي ډول د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال او د صنعت او تجارت وزارت سره شریک کړي، ترڅو د اتاق ستونزو ته د حل لارې پیدا شي او چارې لا ښې شي.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د زمري ۹مه، ۱۴۰۴