د اتاق عمومی رئیس د اتاق له پانګونې مرستیال، د ولایتي اتاقونو رئیسانو او یو شمېر د هېواد پانګه‌والو سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی رئیس، د اتاق د دارالانشأ رئیس محترم خان محمد سرفراز باز په شتون کې، د پانګونې مرستیال محترم عصمت‌الله وردک، د مدیره پلاوي غړو شاغلیو سلطان محمد صافي، جان آقا صادقي او ذکریا بریالی، د نظار هیأت منشي او د غزني اتاق رئیس عبدالمتین قلندري، د نیمروز اتاق رئیس عبیدالله نورزی او معاون یې حاجي غلام، د هلمند اتاق رئیس غلام یحیی پشتون، د خان استیل او ودان ستیل فابریکې رئیس خان محمد وردک، د رخت اتحادیې رئیس حاجي عبیدالله، او یو شمېر نورو پانګه‌والو او تجارانو سره، د اتاق د مدیره پلاوي په مرکزي دفتر (شهر نو، کابل) کې لیدنه وکړه.
 
په دې ناسته کې محترم عصمت‌الله وردک، د مدیره پلاوي غړو، د ولایتي اتاقونو رئیسانو او نورو حاضر تجارانو او پانګه‌والو، محترم سید کریم هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومی رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او همداراز یې د هېواد د یو مخکښ تاجر په توګه، د لا زیاتو بریاوو او لا زیات پرمختګ هیله‌مند شول.
ګډونوالو د اتاق اړوند بېلابېلو موضوعاتو، ستونزو، طرحو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د ښاغلي هاشمي له ټاکل کېدو سره به د خصوصي سکتور او ملي اقتصاد د ودې په موخه اغېزمن ګامونه پورته شي.
ښاغلي هاشمي د ولایتونو د اتاقونو رئیسانو او نورو تجارانو او پانګه‌والو تود هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: اتاق د ټول هېواد د تجارانو، پانګه‌والو او ولس ګډه شتمني ده.
هڅه کوم چې د اتاق د مشرتابه له نورو غړو سره د یو واحد ټیم په توګه د خصوصي سکتور نظریات واورم او د هغوی په چوپړ کې و اوسم.
 
 
 
 
پنجشنبه، د زمري ٩مه،1404