د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د بزکشۍ فدراسیون له یو شمېر رئیسانو سره د اتاق د مشرتابه په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، لیدنه وکړه.
د بزکشۍ فدراسیون رئیسانو، ښاغلي سید کریم هاشمي ته د اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او هیلهمندي یې وښوده چې د ښاغلي هاشمي په مشرتوب به د خصوصي سکتور اقتصادي وده په بېلابېلو برخو کې لا زیاته شي.
ښاغلي هاشمي، د ولایتونو د بزکشۍ فدراسیون رئیسانو ته ښه راغلاست ووایه، د هېواد د ټولو ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د بزکشۍ فدراسیون سره به د اتاق همکاري هر اړخیزه وي.
چهارشنبه، د زمري ۸مه، ۱۴۰۴