د اتاق د عامل پلاوي د پاليسۍ او تخنيکي مرستيال د آغا خان بنسټ له اجرايوي رئيس سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پاليسۍ او تخنيکي مرستيال، ښاغلي محمد انور عارفي، د آغا خان بنسټ له اجرايوي رئيس ښاغلي نجم الدين نجم سره وکتل او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي عارفي، ښاغلي نجم ته د اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او په ولایتونو کې د نمایندګیو په اړه معلومات ورکړل، او د آغا خان دفتر یې د کوچنيو او منځنیو متشبثینو، په ځانګړې توګه ښځو، د ظرفیت لوړونې او پراختیا په برخه کې مهم وباله. هغه د آغا خان بنسټ له اوږدمهالو خدمتونو څخه، چې په بیلابیلو اقتصادي برخو کې، په ځانګړي ډول لیرو پرتو ولایتونو کې ترسره شوي، مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ښځو ته دې د اسلامي احکامو له مخې د کور دننه د حرفوي کارونو د رامنځته کولو زمینه نوره هم برابره شي.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د بنسټ د پروژو تطبیق لپاره به اتاق هر اړخیزه همکاري کوي.
ښاغلي عارفي، ښاغلی نجم وهڅاوه چې د هغو پروژو په تطبیق کې، چې د هیواد د بیا رغونې او د خلکو لپاره د کار زمینې برابرولو په هدف د اتاق له خوا معرفي کیږي، لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي نجم د اتاق د پاليسۍ او تخنيکي مرستيال ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې د آغا خان دفتر د خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د کوچنيو متشبثینو د ودې او د بشري منابعو د ظرفیت لوړولو لپاره، د اتاق سره په همغږۍ کې د منځنۍ کچې پروژو په تطبیق کې لیوالتیا لري، او ټینګار یې وکړ چې د عملي کارونو لپاره دې د بنسټ او اتاق ترمنځ دوامدارې غونډې ترسره شي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۸مه، ۱۴۰۴