د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفتي موادو ټانکدارانو تخصصي کمیټې نوی رئیس وټاکل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفتو ټانکدارانو تخصصي کمیټې، د اتاق د مشرتابه پلاوي؛ ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي خان جان الکوزي د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، او د یادې کمیټې د ګڼ شمېر غړو په شتون کې، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې غونډه وکړه او ښاغلی مسعود راحت یې د یادې کمیټې د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.
 
ښاغلي مهمند، د هېواد د نفتو ټانکدارانو له لوري د ستونزمنو شرایطو سره سره د خدماتو له وړاندې کولو مننه وکړه، په ځانګړي ډول یې د پخواني رئیس ښاغلي ذبیح الله مهمند د خدمتونو قدرداني وکړه. نوموړي د باکیفیته تيلو د وارداتو لپاره د اړوندو حکومتي ادارو له خوا ټاکل شوي معیارونو په تعقیب ټینګار وکړ.
د اتاق لومړي مرستیال، د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو د کرنې مخنیوی، او د ادارو د فساد پر ضد مبارزه، د باکیفیته نفتو د ترانسپورت، وارداتو او توزیع لپاره مهم عوامل وبلل، او د حکومتي مشرتابه له خوا د ټیټ کیفیت لرونکو موادو د وارداتو د مخنیوي پر حکم یې یادونه وکړه. نوموړي له ټولو ټانکدارانو، په ځانګړي ډول هغو چې د لویو لارو پر سر موقعیت لري، وغوښتل چې د معیاري ترڅنګ ، د موټر چلوونکو او مسافرو لپاره لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
ښاغلي مهمند، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تجارت پر زیاتوالي خبرې وکړې، او ژمنه یې وکړه چې د لمریزې برېښنا پروژو پلي کېدو او د قوش تپې لوی کانال څخه د استفادې له لارې، به ډېر ژر افغانستان د برېښنا تولید او کرنیزو محصولاتو برخه کې ځان‌بسیا شي.
ښاغلي الکوزي، د اتاق د تخصصي کمیټو د مسؤلیتونو او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې د هغوی د رول په اړه خبرې وکړې، او له نفتو ټانکدارانو او واردوونکو څخه یې وغوښتل چې د ټاکل شوو معیارونو سره سم، خلکو او مصرفوونکو ته خپل خدمات وړاندې کړي.
ښاغلي پوپل، د تخصصي کمیټو د ټاکنې پروسې تشریح کړه، او د پخواني رئیس له خدمتونو مننه وکړه. نوموړي د کمیټو په مشرتابه کې بدلونونه یو عادي او اصولي کار وباله، او هیله‌مندي یې وښوده، چې له نوي رئیس سره به خدمات لا ښه او معیاري شي.
همدارنګه، د نفتو د ټانکدارانو یو شمېر سوداګرو او استازو هم د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې باکیفیته نفتې مواد به عرضه کړي او مصرفوونکو ته به غوره خدمات وړاندې کړي.
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۴مه