د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د هېواد مخکښو سوداګرو د ریاست‌الوزرا د اقتصادی مرستیال د دفتر رئیس، او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغليو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، ښاغلي خان جان الکوزی د مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس،ښاغلي جان آقا صادقی داتاق دنفتی توکو دکميتی رئیس، ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د یو شمېر ولایتي اتاقونو او سکتوري اتحادیو له رئیسانو او غړو سره یو ځای، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت په مرمرین ماڼۍ کې، له ښاغلي مولوي عبدالله عزام، د ریاست‌الوزرا اقتصادی مرستیال د دفتر له رئیس، ښاغلي حاجي ابراهیم د اقتصادي معاونیت له مشاور، او ښاغلي مولوي عبدالمتین سعید د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له مرستیال سره ولیدل او د خصوصي سکتور روانې ستونزې یې له دوی سره شریکې کړې.
 
سوداګرو او صنعتکارانو، خپلې ستونزې د تولیدي فابریکو لپاره د برېښنا سخت کمښت، د صنعتي پارکونو کې د ځمکو نه‌شتوالی، د ترانسپورتي کرایو لوړوالی، د بارولو پېچلې پروسه، د ګمرک او فومیګیشن وخت نیونکې کړنلارې، د کورنیو تولیداتو لپاره د بهرنیو بازارونو نه‌شتوالی، د جوازونو د تمدید او سوداګریزو ویزو د اخیستو ځنډ، د معیاري سړکونو کمښت، او د محصولاتو د کیفیت د ساتنې لپاره د سړو خونو او صنعتي زیربناوو نشتون یاد کړل، او د ریاست‌الوزرا د مرستیال د دفتر رئیس او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له مرستیال څخه یې وغوښتل، چې دا ستونزې د حکومت له مشرانو سره شریکې کړي.
ښاغلیو عزام او سعید، د خصوصي سکتور ستونزې واورېدلې او ژمنه یې وکړه، چې یادې ستونزې به د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي. دوی له ټولو ګډون‌والو سوداګرو څخه وغوښتل، چې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او حل لارې په لیکلي ډول د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت دفتر او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معینیت ته وسپاري.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۴مه