د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ولایتي اتاقونو، سوداګرو او صنعتکارانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر له رئیس سره مشورتي ناسته ترسره کړه

یاده ناسته د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۱ نېټه د ارګ په سلام‌خانې ماڼۍ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي په ګډون جوړه شوې وه. په دې ناسته کې ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړي مرستیال، ښاغلی خیرالدین مایل احمدي د سوداګریزو چارو مرستیال، ښاغلی خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، ښاغلی میرزمان پوپل د مالي او اداري چارو سرپرست، د ولایتي اتاقونو مشران او د هېواد له ۴۰۰ څخه زیاتو سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی و.
 
په دې ناسته کې له ښاغلي مولوي عبدالله عزام، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس، او د مالیې وزارت له استازو سره د وارداتي شرکتونو څخه د ثابتې مالیې د راټولولو په اړه بحث وشو.
سوداګرو او صنعتکارانو په ګډه دا غوښتنه وکړه، چې له وارداتي تجارتي شرکتونو او د صنعتکارانو د خامو موادو لپاره دې یو ځل او په ثابت ډول مالیه یوازې په ګمرکونو کې راټوله شي. دوی باور درلود، که دا وړاندیز عملي شي، د دوی سوداګریز فعالیتونه به څو چنده زیات شي او ټول شرکتونه به له اوږدو مالیاتي ارزونو او ستړیاوونکو پروسیجرونو خلاص شي.
دا وړاندیز به لومړی اقتصادي کمیسیون ته او د هغوۍ له لارې به د مشرتابه دفتر درانه مقام ته د وروستۍ پرېکړې لپاره وړاندې شي.
 
 
 
 
 
شنبه، د زمري ۴مه، کال ۱۴۰۴