د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د موبل فرنیچر ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق د مشرتابه پلاوي د دارالانشأ رئیس، په حضور کې د موبل او فرنیچر ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.
 
د موبل فرنیچر ټولنې مسؤلینو خپله لویه ستونزه د مالیې وزارت د عوایدو ریاست له خوا پر یاد سکتور د لوړو مالیاتو د وضعې موضوع یاده کړه او له اتاق څخه یې وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره له اړوندو دولتي ادارو سره همغږي او جدي توجه وکړي.
ښاغلي مهمند، د موبل فرنیچر ټولنې غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د فرنیچر رول د هېواد د اقتصاد د ودې او د کار زمینې د برابرولو په برخه کې مهم وباله او دا یې یوه اصیل او پخوانۍ افغاني صنعت یاد کړ. نوموړي یادونه وکړه چې ډېر ژر به د خصوصي سکتور د ستونزو د مطرح کولو په موخه د حکومت له یو لوړپوړي پلاوي سره غونډه وشي، او له موبل فرنیچر ټولنې څخه یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په واضحه توګه په یاده غونډه کې له دولتي چارواکو سره مطرح کړي.
ښاغلي مهمند، د کورنیو سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په پایله کې د موبل فرنیچر د یوې سترې تولیدي سهامي شرکت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به له اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ، هغو سوداګرو ته چې غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي، د ځمکې د برابرولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.
د اتاق لومړي مرستیال، د موبل فرنیچر د تولیداتو د معرفي، د کورنیو پیرودونکو د جذب، او د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره، د فرنیچر د ځانګړو نندارتونونو جوړول ارزښتناک وباله، او له ټولنې یې وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د چنګاښ ۳۰مه، کال ۱۴۰۴