ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو سرپرست مرستیال، د آذربایجان د صادراتو د پراختیا او پانګونې د زیاتوالي د ادارې له مرستیال ښاغلي تورال اجیلی سره آنلاین لیدنه او خبرې وکړې.
ښاغلي تورال د دې لیدنې موخه، په راتلونکې میاشت کې، افغانستان ته د آذربایجاني سوداګرو د یوه پلاوي د سفر د تنظیم څرنګوالی وباله، او څرګنده یې کړه چې یاد پلاوی به د کانونو، خوراکي توکو، ساختماني او انرژۍ سکتورونو سوداګر پکې شامل وي. نوموړي همداراز د پیسو د انتقال، ګمرکي اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې د پراختیا د لارو چارو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.
ښاغلي میرزمان پوپل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رول او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغان او آذربایجاني سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په جوړولو کې به هر اړخیزه همکاری وکړي. نوموړي له ښاغلي تورال څخه وغوښتل چې د یاد پلاوي د غړو لېست د اړوندو سکتورونو سره یوځای، د رسمي کانالونو له لارې له اتاق سره شریک کړي، څو د دوی د سفر اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي پوپل د لاجورد دهلېز پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې مهم سوداګریز دهلېز د بیا فعالېدو په برخه کې د آذربایجان جمهوریت رول ارزښتناک وباله. نوموړي همداراز د افغانستان د پانګونې فرصتونو په اړه پراخ معلومات ورکړل او د آذربایجاني سوداګرو د هڅولو غوښتنه یې وکړه، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
سهشنبه، د چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۴ کال