ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي لومړي مرستیال، افغانستان لپاره د پولنډ هېواد له ځانګړي استازي، ښاغلي ویتالد سابکو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې لیدنه کې، د اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤول، ښاغلي عبدالمتین غالب هم حضور درلود.
د غونډې په پیل کې، ښاغلي مهمند د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له خصوصي سکتور سره د پولنډ د همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د تجارتي اړیکو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
نوموړي د افغانستان د تولیداتو، لکه وچې مېوې، تازه مېوې او پروسس شوي معدني موادو، صادرات پولنډ ته د تجارتي همکاریو له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل، او یادونه یې وکړه چې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو نه شتون اروپایي هېوادونو ته یوه جدي ستونزه ده چې باید حل شي.
نوموړي همداراز د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي، د کوکنارو د کر صفر کیدو، او د اداري فساد د کچې کمېدو یادونه وکړه، او دا یې بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې لپاره یو مناسب فرصت وباله. هغه د پولنډ له ځانګړي استازي وغوښتل، چې د نږدې راتلونکي لپاره د افغانستان او پولنډ د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د یوې رسمي ناستې زمینه برابره کړي.
ښاغلي مهمند د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له هڅو څخه هم مننه وکړه، چې د نړۍ له هېوادونو سره یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراخولو کې ترسره کړې دي، او دا هڅې یې د خصوصي سکتور د ودې لپاره ارزښتناکې وبللې.
په خپلو خبرو کې، نوموړي د ترانزیټي لارو پر پراختیا او د تجارتي مسیرونو پر تنوع ټینګار وکړ، تر څو افغانستان یوازې پر یوه تجارتي لاره تکیه ونه لري، بلکې له خپل جغرافیوي موقعیت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
په پای کې، ښاغلي ویتالد سابکو، د پولنډ ځانګړي استازي، د افغانستان سره د خپل هېواد د تجارتي اړیکو د پراختیا ملاتړ څرګند کړ. نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو، د افغان توکو د وارداتو د ملاتړ، او د اروپایي اتحادیې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د آنلاین ناستو د جوړولو ژمنه وکړه، څو د اروپایي بازارونو ته د صادراتو د معیارونو او رهنمودونو په اړه سوداګرو ته لازم معلومات وړاندې شي.
پنجشنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۵مه