د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت د ګډو همکاریو، پانګونې جلب، د خصوصي سکتور د ستونزو حل، او د کورنیو او بهرنیو لویو پانګه‌والو د پیژندنې په موخه، د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.
 
د دې تفاهم‌لیک د لاسلیک مراسمو کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، د وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال، ښاغلی خانجان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان ــ پاک ګډ اتاق مشر، ښاغلي ضیاءالدین اڅکزی او محمد داود یوسفزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، ښاغلی میرزمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست، ښاغلی همایون خواجه‌زاده، د کابل اتاق تجارتي مرستیال، ښاغلی عبدالسلام کوهی، د اتاق حقوقي مشاور، ښاغلی ملک فیصل، د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د کمیټې مشر، او یو شمېر صادرونکو ګډون کړی و.
ښاغلي مهمند د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو، د حکومت له مشرتابه او لوړپوړو چارواکو یې د خصوصي سکتور د ملاتړ له امله مننه وکړه، او د کانونو رول یې د اقتصادي ودې، د کار زمینه برابرولو، د زیربناوو پراختیا، د بهرنیو پانګونو د جذب، او د صنعت د پرمختګ لپاره مهم وباله. نوموړي د وزارت له مرستیال څخه وغوښتل چې د نړیوالو معیارونو سره سم د کانونو د استخراج په برخه کې خصوصي سکتور ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي مهمند وویل، د تفاهم‌لیک اساسي موخه د ستونزو پیژندنه او د کانونو وزارت اړوندو مسوولینو سره یې شریکه کول دي. نوموړي له ټولو سوداګرو وغوښتل چې خپلې اصلي ستونزې لیکلي ډول اتاق ته وسپاري څو اتاق یې د وزارت سره په همغږۍ حل کړي.
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د ارتباط پل وباله او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به د خصوصي سکتور غړو ته د متحده عربي اماراتو د ویزې ورکولو بهیر پیل شي. نوموړي له ټولو صادرونکو وغوښتل چې د امام ابوحنیفه (رح) په څلورمه ملي او نړیواله نندارتون کې پراخ ګډون وکړي او د هېواد تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
ښاغلي الکوزي د افغانستان اقتصادي وضعیت په ښه‌والي یاد کړ، کانونه، اوبه او ځمکه یې د ملت لوی شتمنۍ وبللې، او د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې یې د لا زیات شفافیت او د نړیوالو معیارونو پر تطبیق ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د اصلي پانګه‌والو د پېژندلو او معرفي کولو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
ښاغلي پوپل د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د صادراتو له لویو ستونزو مفصله یادونه وکړه او له د وزارت له مرستیال څخه یې وغوښتل چې د یادو محصولاتو پر ګمرکي تعرفو د کمښت لپاره جدي پاملرنه وکړي. نوموړي له صادرونکو وغوښتل چې خپلې ستونزې له ښاغلي قانت سره شريکې کړي.
ښاغلي یوسفزي، د تفاهم‌لیک لاسلیک د وزارت او اتاق ترمنځ د ګډو همکاریو یو مثبت ګام وباله او د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
صادرونکو د لوړ تعرفې، د صادراتو پر عوایدو لوړې مالیې، او د اسنادو د طی مراحل لپاره د یو واحد مرکز نه‌شتوالي یادونه وکړه، او له ښاغلي قانت څخه یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي قانت، د خصوصي سکتور رول د اقتصاد د ودې لپاره ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې وزارت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ډېرې سرچینې لري چې هره ورځ په دقت اداره کېږي. نوموړي د وزارت اساسي دنده د سهولت رامنځته کول، د خصوصي سکتور ظرفیت لوړول او خلکو ته د کار زمینه برابرول وبلله. همداراز، نوموړي له د اتاق مشرتابه څخه وغوښتل چې د داخلي او خارجي پانګه‌والو د تشویق لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
یاد تفاهم‌لیک د اتاق د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت لخوا د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شو.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، غبرګولی ١٣مه