د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د زابل ولایت اتاق د مشرتابه مرستیال سره وکتل

یاده لیدنه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، پکې ښاغلیو: خان محمد سرفراز باز د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس، سید جاوید برهان د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، او د اتاق د مدیره پلاوي غړی، ضیأالدین اچکزی د مشرتابه پلاوي غړی او میرزمان پوپل د اتاق د عامل ریاست د مالي او اداري مرستیال ګډون درلود.
 
په پیل کې، ښاغلي محمد هاشم میرغه وال د زابل ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال، د یاد ولایت د خصوصي سکتور موجودې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې د مرکزي اتاق له لارې وکړه.
د اتاق مشرتابه پلاوي د زابل د اتاق د مرستیال له خوا د مطرح شویو ستونزو تر اورېدو وروسته وویل، چې د اتاق مشرتابه تل د هېواد د خصوصي سکتور د ټولو غړو د ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي. هغوی زیاته کړه چې د زابل اتاق دې خپلې ستونزې په تحریري بڼه مرکزي اتاق ته واستوي، ترڅو مرکزي اتاق وکولای شي د قانون په رڼا کې او د اړوندو دولتي مسؤلینو په همغږۍ د یادو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
 
 
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۰مه