د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلی توکل احمدیار، د ښاغلو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړي مرستیال، خان جان الکوزي د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان – پاکستان ګډ اتاق رئیس، احمد شکیب احمدیار د مشرتابه پلاوي غړی، میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، او محمد انور عارفي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال؛ د حقوقي مشاور، مالي مفتش، د سوداګریزو شخړو د حل مرکز رئیس، د افغان – پاکستان ګډ اتاق اجرائیوي رئیس او د اتاق د ډیپارټمنټونو مسؤلینو په ګډون کې ناسته ترسره کړه او د کاري مسایلو، د خصوصي سکتور لپاره د خدماتو وړاندې کولو او شته ستونزو د حل په موخه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي احمدیار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي او د عامل پلاوي د کارکوونکو د شپه او ورځو هڅو څخه مننه وکړه چې د هیواد د خصوصي سکتور غړو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو او د سوداګرو د ستونزو ژر حل لپاره یې کوي.
نوموړي، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هیوادونو سره د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ. هغه د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ همغږي او همکاري د پانګونې جذب، سوداګرۍ، د صادراتو د زیاتوالي او د سوداګرو ستونزو د حل لپاره مهمه وبلله او د دغې همکارۍ دوام یې اړین وباله.
د اتاق عمومي رئیس، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي او د عامل پلاوي د مسؤلینو ګډون د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په کنفرانسونو، ناستو او نړیوالو نندارتونونو کې ارزښتناک وباله، او د «څلورم ملي او نړیوال نندارتون د امام ابو حنیفه(رح)» د لا ښایسته ترسره کېدو او د کورنیو او نړیوالو شرکتونو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند تیر هجري کال د خصوصي سکتور لپاره د لاسته راوړنو کال وباله، که څه هم ځینې ګاونډیو هېوادونو سره په سوداګرۍ او ترانزیټ کې ننګونې هم وې، خو هیله یې وښوده چې خصوصي سکتور وکولی شي د روان هجري کال په اوږدو کې له ستونزو څخه ځان وباسي او د هېواد اقتصادي وده وکړي.
د اتاق د عامل پلاوي د دیپارتمنتونو مسؤلینو هم ډاډ ورکړ چې د کارونو د ښه والي او د خصوصي سکتور لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه به خپلې هڅې نه دریغوي.
چهارشنبه، د وري ۲۷مه، ۱۴۰۴