د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پکتیکا ولایت سوداګرو سره ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل په شتون کې، له ملي سوداګر ښاغلي میرویس کټوازي او د پکتیکا ولایت له یو شمېر نورو سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د «انګور اډې» د لاري ستونزو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي کټوازي، د پکتیکا ولایت د خصوصي سکتور عمده ستونزې د انګور اډې د لاري د بندېدو او د یاد ولایت له مستوفیت لخوا د ناعادلانه مالیاتي ارزونو په برخه کې یادې کړې، او له د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل، چې د یادو ستونزو د حل په موخه له اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ له لارې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د دې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، پکتیکا یې له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه یاد کړ چې له پاکستان سره ګډ ترانزیتي موقعیت لري. نوموړي د یاد ولایت د خصوصي سکتور رول د هیواد د پولي ثبات په ټینګښت کې ارزښتناک وباله. هغه د انګور اډې، غلام خان، او دند پتان د لارو له لارې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو پېژندنه د ستونزو د حل او د تجارتي تبادلو د دوام لپاره مهمه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د انګور اډې د بندر د پرانیستو په برخه کې به د سوداګرۍ او پانګونې خونه هر اړخیزه همکاري کوي.
ښاغلي پوپل، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هیواد د خصوصي سکتور مهم ملاتړی وباله او د پکتیکا له سوداګرو یې وغوښتل، چې هغه ستونزې چې د انګور اډې د لارې له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کمښت لامل کېږي، په لیکلي ډول له اتاق سره شریکې کړي، ترڅو اتاق وکولای شي ژر تر ژره او په همغږۍ کې له اړوندو حکومتي ادارو سره د حل لپاره هڅې وکړي.
 
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۲۶مه