د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، له ښاغلي ظفر نورماتوف، چې د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان لپاره استازی دی، یوه ابتدایی آنلاین ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د افغان او ازبیک سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخولو او د ګډو نندارتونونو د تنظیمولو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي عارفي، ازبیکستان د افغانستان یو نېک دوست او د دیني، فرهنګي ارزښتونو شریک وبللو، او همداراز یې د ترانزیت وصل نقطه یاده کړه. هغه له ښاغلي ظفر سره د څو ورځې مخکې د هغه ناسته یادونه وکړه چې د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو د تنظیمولو په موخه ترسره شوې وه، او له نوموړي یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ازبکستان په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
ښاغلي عارفي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډ سوداګریز اتاق جوړېدل، د سوداګریزو تبادلو د زیاتوالي او د خصوصي سکتور ترمنځ د باور د فضا رامنځته کولو لپاره مهم وباله. نوموړي له د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له استازي وغوښتل چې دا تخنیکي موضوعات له خپلې مشرتابه سره شریک کړي.
ښاغلي ظفر، نننۍ ابتدایی آنلاین ناسته د دواړو هیوادونو د اتاقونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د اتاق ټول وړاندیزونه او ستونزې به له د ازبکستان د اتاق مشرتابه سره شریکوي، تر څو دواړه خواوې وکولای شي د ګډ اتاق جوړولو او نورو سوداګریزو موضوعاتو په اړه ګډ تصمیمونه ونیسي.