د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د قرغیزستان د «بای دهقان» کمپنۍ له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میر زمان پوپل، د پالیسي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، او ملي سوداګر حاجي کبیر په ملتیا د «بای دهقان» کمپنۍ له رئیس ښاغلي ایرلیس او د هغه له مل پلاوي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې بحث وکړ.
 
ښاغلي ایرلیس وویل چې د افغانستان ته یې د سفر هدف دا دی چې د ازبیکستان او قرغیزستان له لارې چین ته د افغانستان د صادراتي مالونو د ترانزیت لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې افغان سوداګر وهڅوي څو د یادو لارو له لارې له چین سره تجارت وکړي. نوموړي زیاته کړه، د دوی کمپنۍ د قرغیزستان او چین پر پوله یو ترمینل جوړ کړی چې پکې یخچالونه، ګدامونه او د تولیداتو د بسته بندۍ اسانتیاوې شتون لري، او دا ترمینل د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره هم پرانیستی دی.
ښاغلي ایرلیس، د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د بای دهقان ترمینل ته سفر وکړي او افغان سوداګر وهڅوي چې خپل صادراتي توکي په یاد ترمینل کې زېرمه کړي.
ښاغلي مهمند د ښاغلي ایرلیس او د هغه د پلاوي راتګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ، قرغیزستان یې د افغانستان دوست او د دیني او فرهنګي ارزښتونو شریک یاد کړ. هغه وویل چې اتاق د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هیوادونو سره د ملي ګټو پر بنسټ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې کوي. نوموړي د افغانستان، قرغیزستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډ اتاق جوړېدل د ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو او د سوداګریزو توکو د چټک لیږد لپاره مهم وبلل.
ښاغلي مهمند، د افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د همکارۍ د تفاهمنامې لاسلیک یو اړین ګام وباله او له ښاغلي ایرلیس څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په بندري سیمو کې له افغان سوداګرو سره په ګډه پانګونه وکړي. نوموړي د واخان له لارې چین ته د افغانستان د صادراتو د لومړۍ محمولې په اړه معلومات ورکړل او افغانستان یې د سویلي او مرکزي آسیا ترمنځ د ترانزیت لنډه لاره وبلله.
د اتاق لومړي مرستیال، د ترکیې په وروستۍ نړیوالې غونډه کې چې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه، معلومات وړاندې کړل او د نړیوالو هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا په برخه کې د خصوصي سکتور د همکارۍ ژمنه وکړه. هغه له ټولو ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې سیاست له سوداګرۍ څخه جلا کړي، تر څو خصوصي سکتور وکولای شي په امن ډول سوداګریز فعالیتونه ترسره کړي.
ښاغلي پوپل، له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ د ستونزو په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي ایرلیس څخه یې وغوښتل چې د قرغیزستان د ترانزیت ټولې ستونزې او ګټې له اتاق سره شریکې کړي.
ښاغلي عارفي، د افغانستان، قرغیزستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډ اتاق رول د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او د داسې اتاق پر جوړېدو یې ټینګار وکړ.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د وري ۲۵مه، ۱۴۰۴