د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د صادراتو د پراختیا په موخه په کندهار کې د یاد اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د یوې ناستې پر مهال، چې پکې ښاغلي محمد صدیق مهمند د کندهار اتاق رئیس، حاجي شرف الدین د اتاق ارشد سلاکار، عبدالاحد صدیقي د شخړو د حل کمیسیون رئیس، محمد ولی هوتک د پانګونې مرستیال او د اتاق کارکوونکي هم برخه‌وال وو، ګډون وکړ او د هیواد د صادراتو پر ارزښت یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند د افغانستان د مرکزي اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د کندهار د اتاق له مالي، د صادراتو پراختیا، پانګونې او بشري سرچینو مسؤلینو څخه د کاري راپورونو غوښتنه وکړه، او له اورېدو وروسته یې اړینې لارښوونې هم ورکړې.
ښاغلي محمد یونس مهمند له راپورونو اورېدو وروسته، د کندهار د اتاق د پرله‌پسې هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې مرکزي اتاق به د کندهار اتاق وړاندیزونه د مالي او انکشافي ستونزو او تشکیلاتي پراختیا په برخه کې له مشرتابه سره شریک کړي او د اتاق د اصولو او اساسنامې له مخې به د حل لپاره اقدامات وکړي.
نوموړي همداراز د هیواد د سوداګرۍ، پانګونې پراختیا او صادراتو زیاتوالي ټینګار وکړ او وویل چې د مرکز مشرتابه تل هڅه کړې چې د سوداګرو او پانګه‌والو ستونزو ته رسېدنه وشي او د پانګونې او تجارت لپاره آسانتیاوې برابرې شي څو سوداګر له خنډونو سره مخ نه شي.
په همدې ناسته کې د ګلکسي (K) او عربین (D) ساختماني شرکتونو استازو هم ګډون کړی و، چې د کندهار د اتاق له همکاریو یې مننه وکړه او د خپلو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغوی ژمنه وکړه چې یوه ودانۍ به د ۵۰٪ تخفیف سره د کندهار اتاق د مېلمه‌تون په توګه ورکړي، چې دا وړاندیز د ښاغلي یونس مهمند او صدیق مهمند له لوري په مننې سره ومنل شو.
 
 
 
 
 
یکشنبه، ۱۴۰۴ د وري ۲۴مه